Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې ښوونځي ته نږدې چاودنو بېلابېل نړیوال غبرګونونه راوپارول

خپور شوی

د

د کابل ښار په برچې کې د سیدالشهدا د نجونو ښوونځي ته نږدې پرونیو درې چاودنو د امریکا، انګلستان، جرمني او ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې غصه راپورته کړې او پر کلکو ټکو یې غندنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کوې؛ واشنګټن دا برید “وحشي” بللی او د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسیدو غوښتنه یې کړې ده.

د یکشنبې د سهارنیو راپورونو له مخې؛ په دې چاودنو کې د مړو شمېر ۵۸ ته لوړ شوی او له ۱۵۰ ډېر ډېر نور ټپیان دي.

دغه پېښه د شنبې د ورځې پر مازیګر هغه مهال رامنځته شوه، چې یو موټر د ښوونځي مخې ته وچاودید او د ښوونځي د نجونو په ګډون یې ډېرو خلکو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړه.

د امریکایي بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې: امریکا په کابل کې د نجونو ښوونځي ته څیرمه دغه وحشیانه برید غندي.

دغه راز ویل شوي، چې امریکا به د افغانستان له خلکو سره مرستې او همکارۍ روانې ساتي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ درې چاودنې له ښوونځي سره نږدې رامنځته شوي؛ لومړی موټر بم برید و، چې ورپسې د دوه چاودیدونکیو توکو چاودنې رامنځتهشوې.

تر دې دمه هیچا د دې چاودنو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی او طالبانو په دغو بریدونو کې خپل لاس لرل ردوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني طالبان په دې برید کې پړه بولي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونیو ګوټرس هم دغه برید “وحشیانه ” بولي او کلکه غندنه یې کوي.

هغه څرګنده کړې؛ هغه کسان، چې د دغه “جنایت” مرتکب دي باید حساب ورسره وشي.

ګوټرس په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د سوله ییزې حل لارې پر ترلاسه کولو هم ټینګار وکړ.

په کابل کې د انګلستان سفیر الیسن بلیک هم دغه برید غندلی او وایي: ماشومان باید هیڅکله هم د تاوتریخوالي موخه نه وي.

نوموړي دا برید وحشیانه بولي او غندنه یې کوي او وایي هغه کسان، چې مسوول دي؛ باید عدالت ته راکاږل شي او حساب ورسره وشي.

په کابل کې د آلمان سفارت هم څرګنده کړې:  مونږ د سید الشهدا د نجونو پر ښوونځي د پروني تروریستي برید غندنه کوو. د ماشومانو وژنه د افغانستان پر راتلونکي برید دی.

د یونیسف اجرائیوي مشر هنریټا فایرهم  څرګنده کړې، چې د ښوونځیو شاوخوا تاوتریخوالی د منلو وړ ندی.

هغې زیاته کړې: ښوونځي باید د امن ځای وي او داسې ځای وي، چې ماشومان وکولی شي د امنیت او خوندیتوب له احساس سره لوبې وکړي، زده کړې وکړي او ټولنیز شي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې، ماشومان باید هیڅکله او په هیڅ ډول شرایطو کې د تاوتریخوالي موخه ونه ګرځي.

یونیسف د جګړې له ښکېلو غاړیو غوښتي، چې د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قانون اطاعت وکړي او د ټولو ماشومانو خوندیتوب او امنیت تامین کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي، چې ډېري تلفات د سید الشهدا له ښوونځي څخه راوتليو زدکوونکيو ته اوښتي او په روغتونونو کې تر درملنو لاندې دي.

تازه خبرونه

له افغانستان سره مو سوداګري روانه ده – هند

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د حکومت د اطلاعاتو او نشراتو ادارې (PIB) ویلي، چې د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو په ټولنیزو رسنیو کې یو جعلي لیک له ناسمو معلوماتو سره خپور کړی دی.

Published

on

د هند حکومت د سې شنبې پر ورځ(د مرغومي درویشتمه ) د ځینو پاکستانيو ټولنیزو رسنیو دا ادعاوې رد کړِې، چې ګویا د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري په ایران کې د ناکراریو له کبله ځنډول شوې او دا راپورونه یې دروغ او ګمراه کوونکي وبلل.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د حکومت د اطلاعاتو او نشراتو ادارې (PIB) ویلي، چې د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو په ټولنیزو رسنیو کې یو جعلي لیک له ناسمو معلوماتو سره خپور کړی دی.

د دې ادرې په یوه پیغام کې لیکل شوي: “د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو له‌خوا یو جعلي لیک خپریږي او پر دروغو ادعا کوي، چې هند په ایران کې د ناکراریو د شدت له کبله له افغانستان سره خپله سوداګري لننډمهاله ځنډولې ده.”

د هند حکومت ټینګار کړی؛ په دې اړه هیڅ پرېکړه نده شوې او له افغانستان سره سوداګریز عملیات په عادي ډول روان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو تماس ډله کابل ته راځي

د قزاقستان دلووي ورځپاڼې د سې‌شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا مشورتي ناسته پر همغږۍ او په تخنیکي کچه د اجنډا پر وروستي کولو راڅرخېدلې ده.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې غړیو هېوادونو ډیپلوماټانو د دې ټولنې د وزیرانو تماس ډلې کابل ته له سفر مخکې لومړنۍ مشورې ترسره کړې دي.

د قزاقستان دلووي ورځپاڼې د سې‌شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا مشورتي ناسته پر همغږۍ او په تخنیکي کچه د اجنډا پر وروستي کولو راڅرخېدلې ده.

د ناستې په بهیر کې ګډونوالو د غړیو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د سیاست پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د سفر اغېزمنتوب او عملي پایلې پرې ډاډمنې شي.

دوی دا ټینګار هم کړی، چې اجنډا باید مهم سیاسي، بشري او اقتصادي مسایل راونغاړي.

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو تماس ډله په استانبول کې د ۲۰۲۵ز. کال د جون پرمهال د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په یوپنځوسمه غونډه کې د تصویب شوي پرېکړه‌لیک پر بنسټ جوړه شوه.

د دې ډلې هدف د غړو هېوادونو د هڅو همغږي کول، همکارۍ ته وده ورکول، د افغانستان په اړوند مسلو کې دوامداره ښکېلتیا او د سیاسي خبرو اترو، بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ ډاډمنول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې پر جرمونو ککړ یو افغان ونیول شو

۳۹ کلن وحیدالله محمد پر ۲۰۰۹ کال په نیویارک کې د لومړۍ درجې قتل او لومړۍ درجې وهلو ډبولو د هڅې پر تور په ۱۰ کاله بند او پېنځه کاله د یادې ادارې پر څارنې محکوم شو. هغه پخپلې ۱۹ کلنې خور د چاکو برید کړی دی.

Published

on

د امریکا مهاجرت او ګمرکونو ادارې ویلي؛ دوی یو داسې افغان نیولی، چې د قتل د هڅې مخینه لري.

۳۹ کلن وحیدالله محمد پر ۲۰۰۹ کال په نیویارک کې د لومړۍ درجې قتل او لومړۍ درجې وهلو ډبولو د هڅې پر تور په ۱۰ کاله بند او پېنځه کاله د یادې ادارې پر څارنې محکوم شو. هغه پخپلې ۱۹ کلنې خور د چاکو برید کړی دی.

د امریکا مهاجرت او ګمرکونو ادارې زیاته کړې؛ وحید‌الله په ۲۰۰۴ کال کې پر قانوني بڼه امریکا ته راغلی؛ خو محکومیت يې له قانوني حیثیت بې برخې کړ او یوه قاضي په ۲۰۱۲ کال کې د هغه د جبري ایستلو امر وکړ.

وحید‌الله‌محمد به تر جبري ایستلو پورې د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې په بند کې پاتې وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!