نړۍ
په کامرون کې د وسلهوالو په برید کې ۲۰ ملکي وګړي ووژل شول
سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۵نېټه ) څرګنده کړې، چې سهار وختي وسلهوالو د کامرون په لویدیځ کې پر یوه ښارګوټي برید وکړ او پر خلکو یې، چې پر خوب ویده ول؛ ډزې وکړې، چې له کبله یې ۲۰ ملکیان ووژل شول.
حکومتي چارواکو د برید پړه پر انګلیسي ژبو لږکیو او بېلتون غوښتونکیو اچولې، چې له ۲۰۱۷ ز. کال راپدیخوا له کامیرون څخه د امبازونیا پر نوم د خپلواک هېواد غوښتنه کوي.
وسلهوالې ډلې تل د کامرون په شمال لویدیځ او سویل لویدیځ کې پر خلکو بریدونه کوي، خلک تښتوي او وژني. داسیمه فرانسوي ژبي وګړي لري.
تر اوسه کوم کس یا ډلې په رسمي بڼه د دغه خونړي برید مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی.
امنيتي چارواكي د پېښې ځاى ته رسېدلي او د پېښې له څېړلو خبر ورکوي.
په دې پېښه کې لږ تر لږه ۷ کسان ټپیان شوي، چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
نړۍ
ډونالډ ټرمپ د امریکا ټاکنې وګټلې
د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټاکنیزو رایو له وروستۍ شمېرنې سره ډونالډ ټرمپ وتوانید، چې د ۲۷۷ رایو پر ترلاسه کولو د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي. په داسې حال کې، چې ډیموکراټې نوماندې کامالا هریس ۲۲۴ رایې ګټلې دي.
د جمهوري غوښتونکیو نوماند ډونالډ ټرمپ به د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې ته له ماتې ورکولو وروسته یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته لار وموندله.
د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټاکنیزو رایو له وروستۍ شمېرنې سره ډونالډ ټرمپ وتوانید، چې د ۲۷۷ رایو پر ترلاسه کولو د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي. په داسې حال کې، چې ډیموکراټې نوماندې کامالا هریس ۲۲۴ رایې ګټلې دي.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د سې شنبې پر ورځ (د لړم پېنځلسمه) ترسره شوې او د امریکا جمهوري غوښتونکی نوماند ډونالډ ټرمپ وتوانید، چې د کامالا هریس پر وړاندې بریا خپله کړي.
ډونلډ ټرمپ توانېدلی، چې د ولسمشرۍ لپاره د ٢٧٠ ټاکنیزو رایو نصاب پوره او په دې سیالۍ کې د امریکا اوسنۍ مرستیالې او د ډیموکراټې نوماندې کامالا هریس ته ماتې ورکړي.
له دې سره د ټرمپ د دوهیمې ولسمشرۍ پطر پیلیږي.
هغه د ۲۰۲۰ په وروستیو ټاکنو کې د امریکا د اوسني ډیموکراټ ولسمشر جو بایډن پر وړاندې ماتې وخوړه.
د یادونې ده، چې ۷۸ کلن ټرمپ به د خپلې ولسمشرۍ په پای کې ۸۲ کلن شي.
۳دا وسو
نړۍ
اسرائیل او اوکراین ډونلډ ټرمپ ته د بري مبارکي ورکړه
ټرمپ دا بریا یو “له ویاړه ډک بریالیتوب” او د “امریکا د زرین پېر” پیل وباله.
له هغې وروسته، چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ ز. کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا اعلان وکړ،؛ د نړۍ مشرانو د چارشنبې پر سهار (د اوکټوبر پر شپاړلسمه ) هغه ته د مبارکۍ پیغامونه واستول.
ټرمپ دا بریا یو "له ویاړه ډک بریالیتوب" او د "امریکا د زرین پېر" پیل وباله.
د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانی هم د امریکا او اسټرالیا ترمنځ دوستي او قوي اتحاد ته په نغوته کې د مبارکۍ پیغام وراستولی دی.
په هر حال د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یو له لومړنیو مشرانو څخه دی، چې ډونالډ ټرمپ ته یې د مبارکۍ پیغام واستاوه.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د مبارکۍ پیغام استولی او همکارۍ ته یې خپل چمتووالی اعلان کړ.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ټرمپ بریا "تاریخي" یاده کړې او هیله شوی، چې په نوې اداره کې به د پاکستان او امریکا تر منځ همکاري پیاوړې او پراخه شي.
ویکتور اوربان، د هنګري لومړي وزیر او د ټرمپ یو ملاتړي دا بریا "د امریکا په سیاسي تاریخ کې ترټولو ستره بریا بولي او دا یې "د نړۍ لپاره خورا اړینه بریا" یاده کړه.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم ټرمپ ته مبارکي ورکړې. نتانیاهو په خپل پیغام کې د ټرمپ بریا "د امریکا لپاره یو نوی پیل" او "د اسرائیل او امریکا تر منځ له لوی اتحاد سره د ځواکمن تړون نوي کول" بللي دي.
زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې د امریکا ټاکنې سایلي او وایي، چېاوس د یووالي او همغږۍ وخت راغی.
د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ټرمپ د ډیموکراټ ګوند نوماندې ته له ماتې ورکولو وروسته د جمهوري غوښتونکیو نوماند ولسمشر شو او یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته ځي.
ټرمپ د الکټررل کالج د اړینو رایو پر ګټلو د دوهیم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته ننوځي او کامالا هریس ته له ماتې ورکولو سره د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه وټاکل شو.
تازه خبرونه
د اسرائیل دفاع وزیر له دندې لرې شو
اسرائیل د لومړي وزیر دفتر د سې شنبه په ماښام اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د دفاع وزیر یواو ګالانټ له دندې ګوښه کړ.
د اسرائیلو دفاع وزیر د سې شنبې پر ورځ( د لړم پېنځلسمه ) په غزه کې له پرلهپسې ناکامیو وروسته له خپلې دندې لرې شو.
اسرائیل د لومړي وزیر دفتر د سې شنبه په ماښام اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د دفاع وزیر یواو ګالانټ له دندې ګوښه کړ.
دې دفتر زیاته کړې، چې د دې هېواد د جګړو د مدیریت پر سر د نتنیاهو او ګالانټ ترمنځ ډېر اختلافونه ول.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانټ پر ځای یسرائیل کاټز د نوي دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
یواو ګالانټ د اسرائیلو له دفاع وزارت څخه له ګوښه کېدو وروسته په اېکس کې لیکلي: د اسرائیل د امنیت ټینګښت زما د ژوند ماموریت او وي به.
د راپورونو له مخې؛ د نتنیاهو د حکومت یو شمېر مخالفان د دې پرېکړې پر ضد د اعتراض لپاره د دغه ښار سړکونو ته راوتلي او په بیتالمقدس کې د لومړي وزیر د استوګنې لار د پولیسو لخوا تړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل د ایران د یوه بل شوني برید لپاره چمتوالی نیسي.
-
تازه خبرونه4 days ago
تېر کال په افغانستان کې د اوبو لګولو سلګونه ډندونه جوړ شول
-
تازه خبرونه4 days ago
په پغمان کې د اور لګېدنې له کبله دوه کسان مړه شوي او سلګونه خلکو ته مالي زیانونه اوښتي
-
سوداگري3 days ago
افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادرات ۳۱ سلنه ډېر شول
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
اسپانیا کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۲۱۴ کسانو ته رسېدلی
-
نړۍ3 days ago
پر غزې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په پاکستان کې د ستر درستیز کاري موده ۵ کالونو ته وغځول شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
دا ځل پر اسرائیلو پېچلی، ویجاړوونکی او خونړی برید کوو – ایران
-
تازه خبرونه4 days ago
له ایران څخه هره ورځ لږ تر لږه درې زره افغان کډوال ایستل کېږي