تازه خبرونه

په کاپیسا کې د واده پر مراسمو لګېدلي هاون ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د کاپیسا پولیسو ويلي، چې د شنبې پر شپه د دې ولایت د تګاب ولسوالۍ د استوګنې پر یوه کور، چې د واده مراسم په کې روان ول؛ د طالبانو د هاوان مرمۍ د لګیدو پرمهال د ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او له  لس ډېر ټپیان دي.

د کاپیسا د پولیسو ویاند شایق شورش ویلي، چې هاوان د طالبانو لخوا توغول شوی و.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د هاوان مرمۍ پر لګېدو د ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او لس ډېر نور ټپیان دي.

شایق شورش زیاته کړې: تېره ورځ له غرمې وروسته د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د طالب وسلوالو او حکومتي ځواکونو تر منځ وسلوالې نښتې وشوې او طالبانو د استوګنې پر یوه کور د هاوان مرمۍ ډزې وکړې.

دغه راز یوې امنیتي سرچینې ویلي؛ هاوان د واده په مراسمو کې لګېدلی،چې له کبله یې لس کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

طالبانو ویلي؛ تېره ورځ مازیګر مهال د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په انارجوی سیمه کې حکومتي سرتېرو د واده پر مراسمو هاوانونه و ویشتل، چې له کبله یې ۷ ملکي وګړي(خان ولي، میهن، میثاق، سدیس، عمر، ډاکټر مسعود او صدام) وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version