لوبی

په کرکت نړیوال جام کې به افغانستان او سریلانکا نیمه پایلوبې ته د رسیدو هڅې وکړي

Published

on

افغانستان او سریلانکا به د دوشنبې پر ورځ د هند په پونې ښار کې سره مخ شي، چې د کرکت نړیوال جام نیمه پایلوبې پړاو ته د رسېدو هیلې به راوټوکوي.

دواړو لوبډلو په روان نړیوال تورنمنت کې دوه سیالۍ ګټلي او درې یې بایللې دي؛ د افغانستان بریا د انګلستان او پاکستان پر وړاندې او د سریلانکا بریا د هالند او انګلستان پر وړاندې ده.

سريلانکا د افغانستان پر وړاندې په وروستيو پنځوس اوريزو لوبو کې ښه تجربه لري؛ ځکه د آسيا جام په زړه پورې لوبه کې يې د درې منډو پر توپير وروستۍ درې لوبې ګټلې دي.

د سريلانکا لوبډله له پوره مصدومیت سره مخ شوې؛ ځکه، چې د دې لوبډلې تکړه لوبغاړي لهير او کمارا د افغانستان پر وړاندې په سيالۍ کې لوبېدلی نه‌شي.

Trending

Exit mobile version