تازه خبرونه

په کندهار ولایت کې د کرومایت ډبرو یو کان وموندل شو

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۳, ۱۴۰۱

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په کندهار کې د کرومايت ډبرو يو کان کشف شوی، چې د اټکل له مخې ۱۳ زره ټنه کرومايت ډبرې ترې ترلاسه کېدای شي.

د کانونو رياست کارکوونکي د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په خونديانو سيمه د کرومايت ډبرو د یوه کان د راسپړلو پر چارو کارکوي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال په دې کان کې اکتشدفي کارونه روان دي، چې د ورکړ شويو راپورونو له مخې کېداي شي له دې کان څخه د ۱۳ زره ټنو په شاوخوا کې کرومايت ترلاسه شي .

 

د کندهار سيمه یيز چارواکي وايي له پراختیايي دورې څخه وروسته به په دې کان کې د سلګونه ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره شي .

د کندهار د کانونو ريیس مولوي عبدالحنان حميدي څرګنده کړې؛  دا؛ خو اوس د اکتشاف پړاو دی. دا پړاو د دې لپاره ترسره کيږي، چې د دې کان ضخامت، کچه او زيرمه معلومه شي. تراوسه، چې کومې کېندنې شوي راپور يي مونږ ته راوړی دي. د همدوی د اکتشاف د راپور له مخې څه نا څه ۱۳ زره ټنه زیرمه لري او دا هم ممکنه ده، چې یا ډېره شي او یا ممکنه ده، چې کمه شي؛ نو په بيا اکتشاف یا استخراج کې به بيا معلومات وشي.

د دې کان د اکتشافي چارو د شرکت يوه مسوول ويلي؛ د استخراجي کارونو له پيل کېدو سره به په دې کان کې سلګونه تنو بې وزګار خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

د اکتشافي چارو د شرکت مسوول صبغت الله وایي: دا؛ خو چون اکتشافي مرحله ده په اکتشافي مرحله کې د کارګرو او ماشينرۍ تعداد کم وي اوس فعلا  له مونږ سره ۲۷ کسان کار کوي. کله، چې د اکتشاف مرحله خلاصه شي، استخراج ته برابر شو؛ ان شاالله زمونږ د کار ساحه بيخي پراخه کيږي. حتا زمونږ د کار د کسانو شمېر به له سل واوړي.

په دې کان کې په کار بوخت کارګر احمد خوښ دي، چې د کار زمينه مساعده شوې او له هېواد څخه وتلو ته ندي اړ شوي. دا کسان په هېواد کې دننه د هېواد له شتمنيو څخه ګټه پورته کول دهېواد او هېوادوالو د اقتصاد کچې په لوړولو کې ډېر ګټور بولي .

هغه وایي: په دغه معدن کې مونږ ډېر خوشحاله يوو؛ ځکه د بې وزګارۍ او تشو ګرځيدو څخه مونږ ته د کان کار ډېر ښه دي. په دې خاطر که دې ځاي کې مونږ کارونه ونکړو اکثريت خلک بيا بهر هېوادونو ته مخه کوي.

د يادونې ده، چې د دولت له لوري په هېواد کې دننه شته امکاناتو څخه د ګټې پورته کولو په صورت کې کېدای شي؛ د هغو اقتصادي او سياسي فشارونواغېز، چې د نړیوالو لخوا پر افغانستان لګول شوی ډېر کم شي.

 
 

Trending

Exit mobile version