تازه خبرونه
په کندهار کې د والیانو او ولسوالانو ۳ ورځنی سیمینار پیل شو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ نن یکشنبه ( د تلۍ دیارلسمه ) په کندهار کې د هېواد پر کچه د ولایتونو د والیانو او ولسوالانو ۳ ورځنی سیمینار جوړ شو.
نوموړي په دې اړه په یوه خپره شوې خبرپاڼې له لیکلي؛ په دې سیمینار کې به والیانو او ولسوالانو ته د هغوی د کاري برخو، قوانینو پلې کولو او له خلکو سره د ښه چلند د اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې او هر اړخیز بحث وشي.
