تازه خبرونه
په کندهار کې د پاکستاني پوځیانو په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول
د آریانا نیوز خبریال نجیب الله ساحل له زیانمنې سیمې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په یوه کور کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي. په داسې حال کې، چې یو ماشوم له ویجاړیو روغ ژغورل شوی او اته نور ټپیان دي.
سیمهییزو چارواکو د پنجشنبې پر ورځ تائید کړې؛ د کندهار ولایت په سپین بولک ولسوالۍ کې د وروستیو هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۶۶ څخه ډېر ټپیان دي.
د آریانا نیوز خبریال نجیب الله ساحل له زیانمنې سیمې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په یوه کور کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي. په داسې حال کې، چې یو ماشوم له ویجاړیو روغ ژغورل شوی او اته نور ټپیان دي.
د نجیب الله ساحل د راپور له مخې؛ شاوخوا کورونه سخت زیانمن شوي او د بریدونو په پایله کې ډېری ملکي وګړي ټپیان دي.
یوه حمزه نومي ماشوم، چې د پېښې عیني شاهد وی آریانا نیوز ته ویلي: د بمبارد پرمهال څو ماشومان تر ویجاړیو لاندې بند پاتې ول؛ د اسلامي امارت ځواکونو وژغورل او د کندهار ښار روغتونونو ته یې ورسول.
د سپین بولډک ولسوالۍ ویاند محمد علي حقمل د تلفاتو شمېر تائید کړ او وایي، چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان ټپیان دي او ۲۰ نور وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې د پاکستانیو پوځیانو وروستیو هوايي بریدونو د ملکي تلفاتو، بشري حقونو سرغړونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
