تازه خبرونه

په کندهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۸ ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

په کندهار ولایت کې سرچینو څرګنده کړې، له تېرو اته څلوېښت ګړیو راپدیخوا ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

په کندهار ښار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وايي؛ د ارغنداب او دا مان ولسوالیو تر څنګ له شپږمې، اوومې، اتمې، نهمې او دیارلسمې حوزو هم د اووه کسانو مړي او د ۲۶ نورو ټپیان رالېږدول شوي دي.

د مسوولینو په خبره، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

دمګړۍ د کندهار ښار د اوومې، اتمې، نهمې او شپږمې حوزو په اړوند سیمو کې حکومتي او طالب ځواکونه ښکېل دي.

دغه راز د کندهار په ارغسان ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

یوې سرچینې څرګنده کړې؛ نن سهار د دې ولایت په ارغستان ولسوالي کې د ملکي وګړیو پر ټونس ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنې د یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۳ ملکي وګړي وژلي او د ۴ ښځو، ۵ ماشومانو په ګډون یې  ۱۲ نور ټپیان کړي دي.

له دې مخکې د کندهار والي روح الله اخنزاده ویلي وه، چې دغه راز د کندهار ولایت ولسوالۍ نه یوازې د نښتو په پایله کې، بلکې د سیاسي اړیکو له مخې هم وسلوالو طالبانو ته پریښودل شوې دي.

هغه زیاته کړې، چې د ولسوالۍ د سقوط یوازنی لامل په دې ولایت کې د فساد پروړاندې مبارزه وه.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې هغه به خلکو ته د فساد ټول اسناد وړاندې کړي.

هغه ویلي: کله، چې ما له اداري فساد سره مبارزه پیل کړه، یو شمېرکسانو د ولسوالیو سقوط ته زور ورکړ او پرلپسې یې ورسره سیاسي اړیکې ټینګې کړې.

هغه د کندهار مشرانو ته هم خبرداری ورکړ، چې که دوی د دې سیاسي لانجو مخه ونه نیسي؛ نو هغه به د دوی د تېرو ۱۸ کلونو ټولې کړنې په ډاګه کړي.

Trending

Exit mobile version