تازه خبرونه
په کندهار کې د ۳۰ ځوانو جوړو ډله ییز واده تر سره شول

سیلاب خیریه بنسټ په کندهار کې د ۳۰ ځوانو جوړو ډله ییز واده جوړ او ترسره کړ.
د سيلاب خيريه بنسټ مشر سيد احمد سیلاب مشر ویلي، چې د اخلاقي فساد او ناوړو رواجونو د مخنیوي پر وړاندې به خپله مبارزه روانه ساتي.
هغه ځوانان، چې د یاد خيريه بنسټ له لوري يي د ژوند تر ټولو لويه هيله تر سره شوې خوښ دي، چې دغه بنسټ یې د واده لګښت پرې کړ.
کومو ځوانانو، چې واده کړی وایي؛ د کمزوري اقتصاد له کبله یې نه شو کولی واده وکړي او کوژدنې یې له کلونو راهیسې د پلار پر کور ناستې وې.
د کندهار اوسيدونکی نجيب الله وایي، چې د کمزوره اقتصاد له کبله يي کوژدنه له کلونو کلونو راپديخوا د پلار پر کور ناسته وه.
د کندهار یو بل اوسیدونکی وحيدالله نومي پر ټولو والدينو غږ کړی، چې په بېځايه لوړو ولورونو او دواده پر لګښتونو د خپلو اولادونو ژوند خراب نکړي .
د يادونې ده، چې د يادو ۳۰ ځوانانو د واده په لګښتونو کې بېلابېلو تجارتي شرکتونو د ناوې او ناوک لپاره د کاليو، کېک او د کور د اړتیا وړ وسايل برابر کړي دي او له دې سره يي ۳۰ ځوانانو او پېغلو ته نوی ژوند او خوشحالي وروبخښله .
تازه خبرونه
زیربنا: د دیورند کرښې په اوږدو کې د څو نورو دروازو جوړولو غوښتنه

تازه خبرونه
زیربنا: له یوه اماراتي شرکت سره د افغانستان د درې هوایي ډګرونو د ځمکنيو چارو د ترسره کولو تړون
تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل ایمرجنسي روغتون د راپور له مخې؛ نن ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په یوه جومات کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافیکو څلور لاري ته نږدې په زکریا نومي جومات کې رامنځته شوې، چې ۱۸ کسان ترې تبیان دي او ۶ نور وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
چین او پاکستان په افغانستان کې د پراخ بنسټه سیسټم جوړولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره دې د غنمو د قاچاق مخنیوی وشي ـ اسلامي امارت
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
په اوکراین کې روانې جګړې له پوتین سره د لیدنې اړتیا رامنځته کړې– زیلینسکي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
سږ کال به یوازې ۱۳ زره افغانان د حج په مراسمو کې برخه واخلي
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
په ابوظبي کې ګاز چاودنې ۱۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
افغانستان او عربي اماراتو د هوایي ډګرونو او ځمکنیو خدماتو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
که هند په کابل کې د سفارت پرانیستې ته لیواله وي؛ نو د تېر حکومت له چارواکو سره دې اړیکې پرې کړي
-
ساینس او ټیکنالوژي 5 ورځې مخکې
فیسبوک د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر په خپل تور نوملړ کې نیولی