تازه خبرونه

په کندهار کې ملکي ځاني زیانونه د طالبانو له موټربمه رامنځته شوي ـ پولیس

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۳, ۱۳۹۹)

د کندهار امنيتي چارواکو ویلي؛ د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ۱۱ ولسي وګړي په هوايي برید کې نه، بلکې دا کسان د وسلوالو طالبانو پر موټربم بريد وژل شوي دي.

له دې مخکې ویل شوي وه، چې د شنبې پر شپه د دغې ولسوالۍ په ناګهان سيمه کې د هوايي بریدونو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي دي.

د دې ولايت د امنيت امر جنرال فريد مشعل ويلي؛ په ارغنداب ولسوالۍ کي ملکي خلک له هوايي بريده نه، بلکي د وسلوالو طالبانو په يوه موټربم بريد کي وژل شوي، چي وسلوالو طالبانو غوښتل د دې موټربم بريد پر مټ یو پُل ونړوي.

دفاع وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کي منلې، چي هلته يې د هوايي بريدونو په پايله کي ملکي کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې؛ خو په دې اړه يې د يوه پلاوي د ټاکلو او څېړنو خبر ورکړى دى.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي بيا وايي؛ هغه لوى پلونه، چي دوى يې له کندهار ښار سره نښلول ټول وسلوالو په بمونو الوزولي دي.

د اړوند سیمې اوسیدونکیو ویلي؛ دغه پُل تېره پنجشنبه د شپې له لورې د یوه هاموي ټانک د چاودنې پر په پایله کې ونړول شو.

د معلوماتو له مخې؛ دغه پُل ۱۵ کاله وړاندې د کليو او بيارغوني وزارت له لورې د يو اعشاريه پېنځه ميلون ډالرو پر ارزښت جوړ شوی او د هېواد د لويو او لومړيو پروژو څخه شمېرل کېږي.

له دې پېښې وروسته د شنبې پر ماخوستن د ارغنداب ولسوالۍ یو بل لوی پُل هم په موټربم برید کې له منځه وړل شوی دی.

د کندهار والي وياند بهير احمدي دا پېښه غندلې او وسلوال طالبان یې پړ بللي، چي د جګړې پر مهال د ملکي کسانو او عامه تاسیساتو ساتنې ته پاملرنه نکوي.

که څه هم له دغې ولسوالۍ څخه سلګونه کورنۍ د جګړې له وېري امن سيمو ته تللي؛ خو اوس هم زیات شمېر کورنۍ د جګړې په سيمه کې بندي پاتې دې.

د یادونې ده، چې په دې ولسوالي کې له تېرو څلور ورځو راپدیخوا یو ځل بیا جګړه پیل شوې او دواړه لورې یو بل ته د درندې مرګ و ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

Trending

Exit mobile version