تازه خبرونه

په کندهار کې موتر بم چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

Published

on

د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د موتر بم په چاودنه کې د شپږو پولیسو په ګډون لږ تر لږه۱۷  کسان ټپیان شوي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نن سهار (چارشنبه د لیندۍ ۵ ) ۱۰:۳۰ بجې د کندهار ښار ۱۱ امنیتي حوزې ته نږدې یو ځانمرګي بریدګر خپل له چاودیدونکیو توکو ډک موتر ته چاودنه ورکړې ده.

د چارواکو په وینا؛ د ۱۱ امنیتي حوزې د ودانۍ یوه برخه هم ویجاړه شوې او د اړوند سیمې يو شمېر ملکي کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې او وایي، چې په چاودنه کې شپږ پولیس هم ټپیان شوي دي.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version