تازه خبرونه
په کندهار کې چاودنې ګڼ شمېر کسان ټپیان کړل
د کندهار د پولیسو ویاند اسدالله جمشید په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا پېښه نن سهار (پنجشنبه) رامنځته او څو ساتونکي یې ټپیان کړل.

د کندهار پولیسو ويلي، چې چاودنه د ولایت د امنیه قومندانۍ له مخدره توکو سره د مبارزې څانګې پورې اړوند د زړو مهماتو له کبله رامنځته شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند اسدالله جمشید په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا پېښه نن سهار (پنجشنبه) رامنځته او څو ساتونکي یې ټپیان کړل.
هغه زیاته کړې، چې له پېښې وروسته د مهماتو دې کانټینر ته نږدې د څو خونو کړکۍ هم ماتې شوې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امنيتي ځواکونه او د اور وژنې کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او د نورو چاودېدونکو توکو د چاودنې مخه يې ونيوله.
تازه خبرونه
د لویدیځ بندیزونو د افغانستان اقتصادي پرمختګ ځنډولی – امیر خان متقي
امیرخان متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغو بندیزونو او خنډونو په لرې کولو کې فعال رول ولوبوي او د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان د لویدیځو هېوادونو لخوا تر “ناقانونه” بندیزونو لاندې دی او امریکا د افغانستان بانک د شتمنیو له کنګل کولو سره د هېواد اقتصادي پرمختګ ننګولی دی.
امیرخان متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغو بندیزونو او خنډونو په لرې کولو کې فعال رول ولوبوي او د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.
هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې ټینګار کړی؛ اسلامي امارت خپلې بهرنۍ اړیکې د متقابل درناوي او متوازن تعامل پر اصولو ولاړې کړې او افغانستان د آسیا زړه چمتو دی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه کلیدي رول ولوبوي.
همدارنګه په دې غونډه کې امیر خان متقي خبرداری ورکړ، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم پرلهپسې ظلم او تېری د سیمې د هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ دی او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.
متقي زیاته کړې: “زه د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلمونه ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام به پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ته ګواښ وي او ویجاړونکي پایلې به رامنځته کړي.”
ویل کیږي، چې نوموړي د دې غونډې په څنډه د یوشمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان پر سیاسي او سوداګریزې ودې او پراختیا هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
د اسرائیلو پرلهپسې ظلمونه سیمهییز امنیت ګواښي – امیر خان متقي
متقي ویلي: ” د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلم ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ګواښوي او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.”

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یو پنځوسمه غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم دوامداره ظلم او تېري د سیمې د هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ دی او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.
متقي ویلي: ” د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلم ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ګواښوي او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.”
هغه زیاته کړې، چې دا غونډه باید یوازې د ننګونو د ثبتولو ځای نهوي، بلکې د عملي اقداماتو تعریف، د ګډو دریځونو غوره کولو او د نوښتګرو حل لارو وړاندې کولو لپاره هم نوښتګره وي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی: “که اسلامي هېوادونه د قوي سیاسي ارادې، اسلامي ورورګلوۍ او همغږۍ او همکارۍ سره مخ پر وړاندې ولاړ شي؛ نه یوازې د دوی د ملتونو وقار به خوندي شي، بلکې دوی به پر نړیوالو پرېکړه کوونکو هم اغېز ولري.”
تازه خبرونه
اسلامي امارت د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه وغندل او د ډیپلوماسۍ غوښتونکی شو
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه د منلو وړ نهګڼي او له ښکېلو خواوو غواړي، چې د دې موصوع د حل لپاره ډیپلوماسۍ ته وخت ورکړي.”

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه وغندل او په سیمه کې یې د بې ثباتۍ د نورې زیاتېدا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه د منلو وړ نهګڼي او له ښکېلو خواوو غواړي، چې د دې موصوع د حل لپاره ډیپلوماسۍ ته وخت ورکړي.”
دا په داسې حال کې ده، چې پر یو بل د اسرائیلو او ایران بریدونه روان دي؛ امریکا پر فردو، نطنز او اصفهان کې د ایران درې اټومي سایتونه پر نښه کړي دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د امریکا ملګرتیا غواړي – خلیلزاد
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
زمونږ پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده- ایران
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران مهم اټومي سایټونه د امریکا د هوايي بریدونو له کبله له منځه تللي دي – ټرمپ
-
نړۍ1 day ago
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید نړیوال غبرګونونه راوپارول
-
تازه خبرونه21 hours ago
هره ورځ ۸ زره کډوال له ایران څخه راستنیږي؛ په هرات کې بیړنۍ کمیټه جوړه شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان د ایراني حاجیانو لپاره د ویزې معافیت اعلان کړ
-
تحول5 days ago
تحول: د اسرائیل او ایران ترمنځ جنګونه
-
تازه خبرونه4 days ago
د ناروې هېواد یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي