تازه خبرونه

په کندهار کې ۲۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې افغان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو پېنځلس وسلوال طالبان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د افغان ځواکونو دغه عملیات پرون د امنیتي ځواکونو او اردو پر پوستو د وسلوالو طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ طالبانو پرون د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید ترسره کولو پلان درلود.

په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ لواګري مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي. د دې ډلې لوی شمیر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانانو تر منځ خبرې به ډېر ژر پیل شي؛ ځکه، چې د دې اصلي خنډ اوس لرې شوی.

د افغانستان حکومت پرون د افغان کمادو سرتېرو د خوشې کولو په بدل کې پرته له اووه طالب بندیانو نور ټول خوشې کړل.

دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې  دیبرا لاینز د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې په دې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې ده.

هغې له ​​دواړو ښکېلو لوریو غوښتي، چې د خبرو اترو د پیلیدو لپاره دې اوربند په پام کې ونیول شي.

میرمن دیبرا وایي؛ له تېرو څلور لسیزو جګړو وروسته د افغانستان خلک د روانې ویجاړونکې جګړې پای ته ډېر هیله من دي.

Trending

Exit mobile version