تازه خبرونه
په کندوز کې د ځانمرګي برید عاملان به پر سزا ورسیږي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ډاډ څرګند کړی، چې په کندوز کې د ځانمرګي برید د عاملانو نیولو هڅې روانې دي او پر پر سزا به ورسیږي.
په کندوز کې د پروني ځانمرګي برید د پېښې لیدونکي وایي، چې په دې برید کې له ۱۲۰ ډېر کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ژوبل دي.
د کندوز ښار د لومړۍ ناحیې د سید آباد لوی جومات ټوله کوڅه، اوس په کې د غم ټغر خور دی یوه کورنۍ هم بې داغه نده پاتې شوې. ډېرو د خپلو کورنیوغړي په دې پېښه کې له لاسه ورکړي.
د قربانیانو خپل حسین نومی وایي؛ د جمعې لمانځه پر مهال یوه ځانمرګي بریدګر یې د کورنۍ پېنځه ویشت غړي ترې اخیستي، چې له ۱۳ تر ۳۰ کلونو یې عمرونه لرل.
عبدالحفیظ د سیدآباد کوڅې یو بل اوسېدونکی دی، چې څلور خپلوان یې په دې برید کې له لاسه ورکړي، او دوه نور یې ژوبل دي.
د پېښې لیدونکيی عبدالله وایي، چې ډېر خلک د جمعې لمانځه لپاره جومات ته تللي وه، چې اوس ورک دي او د څو تنو د وجود ټوټي یې په یوه تابوت کې اچولي، چې جنازه یې هم وشوه.
دیني عالمان دا پېښه په کلکه غندي.
د خلکو په وینا، په دې پېښه کې له ۱۲۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر ژوبل شوي.
سیمه ییز مسوولین د خاني زیان په اړه څه نه وایيګ خو څرګندوي، چې د دا راز پېښو د مخنیوي لپاره به هحې وکړي.
د کندوز د ملي امنیت د مشر هارون د څرګندونو له مخې؛ د پېښې څېړنه روانه ده او عاملین به یې سزا وویني.
د دې برید مسوولیت د خراسان داعش ډلې منلی او څرګندوي، چې بریدګر یغوری مسلمان و.
دا د اسلامي امارت په واکمني کې د کابل د عیدګاه له برید وروسته دوه یم خونړی برید دی، چې ګڼې کورنۍ یې د غم پر ټغر کینولې.
