کوید۱۹

په کندوز کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۰۰ ته رسېدلی

Published

on

Last Updated on: وږی ۱, ۱۴۰۱

یوه روغتیايي چارواکي تېره ورځ ویلي؛ د هېواد په شمالي ولایت کندوز کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي او له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا له ۷۰۰ ډېر کسان پدې ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا مشر محمد شفیق صادق د سیمه ییزو روغتونونو له کارکوونکیو سره په لیدنه کې ویلي: مونږ په تېره یوه میاشت کې د کرونا ویروس ۷۲۷ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

محمد شفیق صادق په دغه ولايت کې د ويروس د چټکې خپرېدا په اړه د خبردارۍ تر څنګ له خلکو وغوښتل، چې د روغتيايي لارښوونو په پام کې نیولو او بهر ته د تګ پر مهال ماسک واغوندي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د کرونا ویروس واکسین وکړي.

صادق زیاته کړې، مونږ په کندوز ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره ۳۰ بستریز روغتون لرو او ۶۵ ناروغان مو بستر شوي دي.

Trending

Exit mobile version