تازه خبرونه

په کندوز کې ۵۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ـ چارواکي

Published

on

د کندوز چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال شپږ دېرش وسلوال طالبان وژلي او پېنځلس نور ټپیان دي.

 دوی يلي، چې له څو کلیو یې طالبان ایستلي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دوې شپې مخکې د کندوز ښار پر لومړی، دوه یمه او درېیمه حوزه برید وکړ او پېنځه پوځيان يې ووژل او دوه پوستې یې ونیولې.

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې افغان پوځ د طالبانو پر ضد له یوې اوونۍ راپدیخوا بریدونه پیل کړي، چې وسلوالو طالبانو ته یې ځاني زیان اړولي او ځينې سیمې یې ترې نیولي دي.

د کندوز امنیه قومندان فرید مشعل وايي، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې وضعیت ښه شوی او طالبان یې له ځينو کلیو ایستلي دي.

افغان پوځ په امام صاحب کې د طالبانو پر ضد عملیات کوي؛ خو طالبانو د کندوز ښار پر څو حوزو بریدونه کړي دي.

د کندز ښار اوسیدونکي وايي، چې جګړه سخته ده او دوی یې له بېلابېلو اندښېښنو سره مخ کړي دي.

د کندوز د ولایتي شوری مشر وايي، چې د ښار پر څو برخو د طالبانو په بریدونو کې پېنځه پوځيان وژل شوي او دوې پوستې طالبانو نیولي دي.

امنیه قومندان وايي، چې د طالبانو په دې بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی او څلور ماشومان ټپیان شوي.

Trending

Exit mobile version