روغتيا
په ګمبیا کې د ټوخي هندي شربت ۷۰ ماشومان وژلي
رویترز راپور ورکړی، چې په ګمبیا کې اویا ماشومان د پښتورګو د شدید ټپ له کبله مړه شوي، چې فکر کیږي یاده مړینه ورته د هند له ټوخي شربته پیدا شوې وي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د څېړنو له مخې؛ د ټوخي دا شربت د نوي ډیلي په میدین فارما شرکت کې جوړ شوی دی. د دې شرکت یوه فابریکه د هند په شمال کې هغه مهال وتړل شوه او چارواکو پرې څېړنې پیل کړې.
اندونیزیا د شنبې پر ورځ د ټوخي د دغه هندي شربت د پلور مخنیوی وکړ؛ ځکه په پلازمېنه جاکارتا کې له تېرو څو میاشتو راپدیخوا له ۲۰ ډېر ماشومان مړه شوي، چې څېړنه پرې روانه ده.
د خواړو او درملو تنظیموونکيو ویلي؛ شونې ده، چې دا درمل د دی اتلین ګلیکول او ایتلن ګلیکول پر توکو ککړ شوي وي، چې د محلول په توګه کارول کیږي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د دوی د څېړنو له مخې د میدین په څلورو محصولاتو کې یې زهرجن توکي موندلي دي.
میدین فارما په هند کې درمل تولیدوي او بیا یې په کور دننه پلوري، چې د دوی د اوبپاڼې د څرګندونو له دا درمل بیا د آسیا، آفریقا او لاتینې امریکا هېوادونو ته صادروي.