نړۍ

په یمن کې د م.م امنیتي کارکوونکي د القاعده له ۱۸ میاشتني بنده خوشې شول

Published

on

ملګرو ملتونو د جمعې پر ورځ څرګنده کړه، چې په یمن کې د ملګرو ملتونو پېنځه امنیتي کارکوونکي د القاعده له ۱۸ میاشتني بنده خوشې شول، چې وسلهوالو يې تښتولي وه.

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د دوی له خوشې کېدو هرکلی وکړ او یو ځل بیا یې ټینګار څرګند کړ، چې تښتونه یو غیرانساني او نه توجیه کېدونکی جرم دی او له عاملینو څخه یې حساب اخیستلو غوښتنه وکړه.

په یمن کې د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي دیوید ګرسلي خبریالانو ته ویلي، دا کارمندان؛ څلور د یمن دي او یو بنګله دیشی دی. له دې هر څه سره – سره، چې پر دوی تېر شوي؛ له ښه روغتیایي حالته او ښې روحیي برخمن پاتې دي.

هغه زیاته کړې: خو پر دوی د ۱۸ میاشتنی د ګوښه‌کېدا یو سخت پېر تېر شو.

د ملګرو ملتونو دا کارکوونکي د ۲۰۲۲ ز. کال د فبرورۍ پر ۱۱ د یمن له جنوبي سیمې ابین څخه تښتول شوي وه.

رویترز څرګنده کړې؛ په یمن کې د عربي ټاپووزمې القاعدې (AQAP) د سعودي په مشرۍ د ائتلاف او د ایران پلوه حوثي یاغیانو ترمنځ د جګړې د پراختیا ترڅنګ له خپل نفوذه کار اخیستی دی.

ګریسلي خبرداری ورکړ، چې AQAP یو مخ پر زیاتېدونکی ګواښ دی.

یمن د ۲۰۱۴ ز. کال په وروستیو کې له پلازمېنې صنعا څخه د حوثي یاغیانو د حکومت له نسکورېدو وروسته په جګړو کې ښکېل شوی دی. د سعودي عربستان پر مشرۍ پوځي ائتلاف په ۲۰۱۵ ز. کال کې مداخله وکړه، چې هدف یې د حکومت بېرته راګرځول دي.

د سولې نوښتونه له هغې وروسته، چې ریاض او تهران په مارچ میاشت کې د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا ټینکولو هوکړه وکړه؛ ودرېدل، چې په ۲۰۱۶ کې پوره چټک ول.

Trending

Exit mobile version