تازه خبرونه
په یو شمېر ولایتونو کې د درندو اورښتونو، توپانونو او سیلابونو وړاندوینه شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ په کندهار، هلمند، زابل، غزني، پکتیکا، روزګان، دایکندي، کابل، پروان، پنجشېر، بغلان، ننګرهار، خوست، غور، میدان وردګ، لوګر، بامیان، فراه، هرات او د کونړ او نورستان په یو شمېر سیمې کې به ډېراورښتونه وشي.
یاد ریاست اټکل کړی، چې په بېلابېلو سیمو کې به له ۱۰ څخه تر ۴۵ ملي متره باران او له ۱۰ څخه تر ۵۰ ملي متره د واورې وریدو وړاندوینه شوې ده.
د افغانستان د هواپېژندنې ریاست زیاته کړې، چې په یو شمېر سویلي او سویل – لویدیزو ولایتونو کې هم د سیلابونو د رامنځته کیدو وړاندوینه کیږي.