د هوا حالاتو بدلونونه
په ۱۳ ولایتونو کې وروستیو اورښتونو۳۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نن (سې شنبه د غبرګولي نهمه) څرګنده کړې، چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې راپدیخوا د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۲۴ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي؛ د هوا پېژندنې ادارې د وړاندویېنې له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې بارانونه شوي، چې له کبله یې په پکتيا، پکتيکا، ميدان وردګ او خوست ولايتونو کې درې کسان مړه شوي او یو ټپي دی.
همدارنګه د دغو بارانونو له کبله ۳۱ کورونه جزوي او یا هم بشپړ ویجاړ شوي دي.
شفیع الله رحیمي وايي، د غبرګولي له پیل راپدیخوا د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۲۴ کسان مړه شوي، ۱۳ ټپیان دي او ۱۲۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او څه باندې ۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه اوبو ویجاړ کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ملګرو ملتونو د بنسټونو او خیریه موسسو پر همکارۍ د روان میلادي کال د غبرګولي له لومړۍ راپدیخوا پر څه باندې ۱۵ زره کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي او نغدي مرستې وېشلي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.