تازه خبرونه

په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته یوه کتنه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱, ۱۴۰۳)

سره له دې، چې د هېواد مالي نظام تر بندیزونو لاندې دی؛ خو په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ستر کارونه ترسره شوي دي.

 

په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې اسلامي امارت بریالی شو، چې د کورنیو عوایدو څخه پر کمو منابعو یو شمېر لویې پروژې بشپړې کړي.

د قوشتېپې کانال د لومړۍ برخې بشپړول او د سالنګ د لویې لارې د یوې برخې بیا رغونه له هغو مهمو پروژو څخه دي، چې په روان کال کې بشپړې شوې دي.

د هېواد په اووه سترو کانونو کې د ۶ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو پانګونې جذبول، له ګاونډ هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخول، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل، له هېواده د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو د قاچاق مخنیوی او په ورځنیو راکړو ورکړو کې له بهرنیو اسعارو کارول د اسلامي امارت د پام وړ لاسته راوړنې دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د اقتصادي لحاظه تر ټولو کامیاب کال بلل کیږي.

په ۱۴۰۲ کال کې نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات زیات شول. د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيال د دفتر د څرګندونو له مخې، په تېر کال کې صادرات يو مليارډ او ٧١٧ میليون ډالرو ته رسېدلي دي. د افغانستان سوداګريز توکي ايران، پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، چين، قزاقستان او امريکا ته صادر شوي دي.

په ۱۴۰۲ کال کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو په برخه کې ډېر کار وشو؛ ځکه ډېر بهرني پانګوال افغانستان ته راغلل او اعلان یې وکړ، چې په دې هېواد کې به پانګونه کوي.

په دې کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شو، د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو پر کارولو سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړې او اوس هم اجازه نه ورکوي، چې ډالر له افغانستان څخه بهر ته قاچاق شي.

په تېر یوه کال کې افغانستان ۲۱ سلنه واردات له ایران، ۱۸ سلنه واردات له چین، ۱۸ سلنه واردات له پاکستان او ۱۴ سلنه یې له عربي متحده اماراتو څخه دي. د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې؛ سره له دې، چې افغانستان په بې‌وزلۍ کې اخته دی، د افغانستان اقتصاد پياوړی کېږي او اسلامي امارت غواړي چې افغانستان له اقتصادي ستونزو خلاص کړي.

Trending

Exit mobile version