تازه خبرونه
په ۲۰۲۳ ز. کال کې د افغانستان د اقتصادي پروژو پلي کولو ته یوه ځغلنده کتنه
په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان اسلامي امارت وکولی شول، چې پخپلو مالي سرچینو او کورنیو عوایدو څخه یو شمېر لویې پروژې بشپړې کړي، چې د قوشتیپې کانال د لومړۍ برخې بشپړېدل او د سالنګ د لویې لارې بیارغونه یې د کال مهمې پروژې دي.
د کابل کندهار د سړک جوړیدو د کار پيل، د سالنګ تونل، قوشتیبي د یوې برخې بشپړتیا او د دوهیمې برخې د کارونو د پیل ترڅنګ په هېواد کې د لویو کارخونو د رغولو ترڅنګ د یو شمېر کارخونو د بنسټ ډبرې کیښول شوی او همداراز په هېواد کې د اقتصادي ځان بساینې لپاره د یو شمېر لویو کانونو تړونونه هم د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلک شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې په ۲۰۲۳ ز. کال کې له ستونزو سره – سره بیا هم له اقتصادي اړخه لاسته را وړنو څخه ډک کال و او هیله څرګندوي، چې په راتلونکې کال کې به هم اقتصادي پرمختګونه ولرو.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر ويلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د هېواد صادرات څه باندې یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وايي، چې په صادراتي توکو کې تازه او وچه ميوه، غالۍ، زعفران، ډبرو سکاره، پیاز او رومیان شامل دي. دا توکي ايران، پاکستان، هند، تاجکستان، اوزبکستان، عربي متحده اماراتو، عراق، سعودي عربستان، چين او قزاقستان ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د د فتر د څرګندونو له مخې؛ د هېواد د صادراتو کچه یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالره ده، چې نور هم د پراختیا په حال کې دي. که څه هم ځینو ګاونډ هېوادونو په دې برخه کې ستونزې جوړې کړي؛ خو مونږ بیا هم د خپلو صادراتو د پراختیا لپاره کار کوو.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي، چې په تېر ز. کال کې د افغانستان اقتصادي فعالیتونه د پام وړ دي او د تېر پر پرتله مو په صادارتو او له نړیوالو مارکیټونو سره اړیکي زیاتي شوې دي.
د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه نړیوال بانک په یو را پور کې ویلي، چې افغانستان په روان ۲۰۲۳ کال کې د خپلو ټولو وارداتو د ۲۱ فیصدو پورې له ایران څخه وارد کړي دي، چې د دغه هېواد ترټولو ستر سوداګریز شریک یاد شوی دی؛ افغانستان له چین څخه ۱۸ سلنه، پاکستان څخه هم ۱۸ سلنه او عربي متحده اماراتو څخه ۱۴ سلنه توکي وارد کړي دي.
د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ پاکستان اوس هم د افغانستان سوداګریزو توکو لپاره ترټولو لوی صادراتي بازار دی، چې د مجموعي صادراتو ۵۵ سلنه دغه هېواد ته صادر شوي دي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.
ملګرو ملتونو تائید کړې؛ د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماري ډیکارلو پلان لري، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.
دوجاریک ویلي، چې دا سفر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش لهخوا د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د پیل شوي دوحې د بهیر تعقیب لپاره دی. هغه ټینګار وکړ، چې ښکېلتیا باید اصولي او عملي وي، چې د افغانانو د ګټو او هوساینې راوڅرخیږي.
د ډیکارلو د سفر پلان په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د سېشنبې پر ورځ له امیر خان متقي سره د یوناما د چارواکو له لیدنې وروسته اعلان شو.
تازه خبرونه
جاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره د رواني او ټولنیزې روغتیا د ملاتړ پراخولو لپاره د جاپان ۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.
دې بنسټ زیاته کړې؛ دا ډول مرستې په هغو سیمو کې روغتیایي پاملرنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته د لاسرسي ښه کولو لپاره مهمې دي، چې خدمات محدود وي او د زیان منونکو خلکو ترمنځ د هوساینې په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.
تازه خبرونه
نږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.
د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا له لارې د غیرقانوني افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر روان دی او تر اوسه پورې ۹۸۸ زره ۸۱۲ کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.
یوازې پرون ۲ زره ۳۱۲ افغانان د تورخم له لارې ستانه شول، چې په کې ۱۵۲۲ د ثبت کارت لرونکي، ۲۷۷ د تابعیت کارت لرونکي او ۵۱۳ اسناد نهلرونکي کسان ول.
دا بېرته ستنېدا د پاکستانيو چارواکو پر ټینګار روانه ده؛ ځکه، چې موخه یې د غیرقانوني کډوالۍ اداره کول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو ویلي؛ له کډوالو سره باید انساني او اصولي چلند وشي.
-
تازه خبرونه1 day agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا1 day agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري1 day agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ1 day agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري3 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه2 days agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه1 day agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
