نړۍ
په ۲۰۲۵ ز. کال کې د امریکا او چین د جګړې شونتیا ډېره ده ـ امریکایي جنرال
د ۱۱۰ زره سرتېرو د یو امریکایي جنرال د یوه یادښت له مخې امریکا به په راتلونکیو دوه کلونو کې له چین سره جګړې ته ورودانګي.
دغه امریکايي څلور ستوریز جنرال، چې د هوايي څانګې مسوول دی او د الوتکو د تېلو څارنه کوي؛ په خپل یوه یادښت کې تر خپلې قومندې لاندې ۱۱۰ زره پوځیانو ته خبرداری ورکوي، چې امریکا به په راتلونکیو دوه کلونو کې له چین سره جګړې ته ولاړه شي.
دا یادښت لومړی په ټولنیزو رسنیو کې خپور او بیا د پنتاګون لخوا تائید شو، چې بنسټیزه موخه یې د جګړې مخنیوی او د اړتیا په صورت کې د چین ماتول دي.
د دغه امریکايي جنرال د استدلال پر بنسټ، امریکا او تایوان په ۲۰۲۴ ز. کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي، چې په کې د واشنګتن د چارواکو د وېشلو شونتیا هم لیدل کیږي او په پایله کې به یې چین ته دا فرصت رامنځته شي، چې پوځي هڅې وکړي او تایوان له خپلې خاورې سره بېرته ونښلوي.
چينايي چارواکو تل د امريکا او تايوان د اړيکو نږدیوالی په ځانګړي توګه د دواړو خواوو ترمنځ پراخې پوځي همکارۍ پاروونکې او د دوی د ملي امنيت پر ضد ګڼلي.
تايوان ۲۴ میليون وګړي لري او د بیجنګ د څرګندونو له مخې د چين يوه برخه ده، چې له ۱۹۴۹ ز. کال راپدیخوا له خپلې اصلي ځمکې څخه بېل شوی دی.
د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په تېرو کلونو کې د بېلا بېلو مسايلو لکه تايوان، جنوبي چين سمندرګي، شمالي کوريا او اقتصادي مسايلو له کبله ترينګلې پاتې دي؛ خو تایوان ته د امريکا د ولسي جرګې د ریيسې نانسي پلوسي له سفر وروسته د دواړو هېودونو ترمنځ لفظي او ديپلوماتيکه ترينګلتيا په بې ساري توګه زياته شوې ده.