تازه خبرونه
په ۶ ولایتونو کې له ۸۰۰ جریبو ډېره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ويلي؛ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږ ولایتونو کې پر یو لړ ځانګړیو عملیاتو د کوکنارو ۸۰۰ جریبه کښت له منځه وړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د بدخشان ولایت په مرکز، یفتل پایان، ارغنجخواه، کشم او شهربزرګ ولسوالیو کې ۳۵۶ جریبه ځمکه، د پروان ولایت په ګلبهار او جبل السراج ولسوالیو کې ۳۳۸ جریبه ځمکه؛ د سمنګان ولایت په دره صوف کې ۶۲ جریبه ځمکه؛ د بغلان ولایت د اندراب، دوشي او بورکې په ولسوالیو کې ۳۰ جریبه ځمکه؛ د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې ۸ جریبه ځمکه او د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې ۷ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ ویلي وه، چې په هېواد کې د نشهیي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده او په هېواد کې د نشهیي توکو د ټولو نښو د له منځه وړلو لپاره به ټینګه مبارزه وشي.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د اسلامي امارت له واک څخه د نشه یي توکو یو زیات شمېر قاچاق وړونکي نیول شوي او بندیان دي.
مجاهد ټینګار کړی: په افغانستان کې د نشهيي توکو ستونزه د حل په حال کې ده؛ سږ کال په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت صفر ته نږدې شوى، که چا په غرنيو او لرې پرتو سيمو کې کرلي، نو له منځه ځي.
هغه دا هم څرګنده کړې: د نشهيي توکو د قاچاق په مخنيوي کې هم جديت شته او هره ورځ د نيولو د قضيو شاهدان يوو. په نږدې راتلونکي کې به انشاالله صفر ته ورسیږي.
نوموړي دغه راز ګاونډ او سيمه ييزو هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه د نشهيي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه ونهلري، بلکې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له دولت او خلکو سره همکاري او د کوکنارو د بديل کښت په موندلو کې مرسته وکړي.
تازه خبرونه
چین د ټرانس-افغان اوسبنېپټلۍ پروژې تمویل ته لېواله دی – اسحاق ډار
ډار نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) په یوه خبري کنفرانس کې دا هم ویلي، چې بیجینګ ته د خپل سفر پر مهال یې له چینایي او افغان چارواکو سره د ټرانس-افغان اوسپنېپټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ويلي، چې چین د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنېپتلۍ پروژې د تمویل لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
ډار نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) په یوه خبري کنفرانس کې دا هم ویلي، چې بیجینګ ته د خپل سفر پر مهال یې له چینایي او افغان چارواکو سره د ټرانس-افغان اوسپنېپټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې دي.
هغه ټینګار کړی، چې د دې پروژې د پرمخ بیولو وخت رارسېدلی دی.
تازه خبرونه
په لغمان کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژه پرانیستل شوه
ملا برادر د دې پروژې پیل د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام وباله او وایي، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به د دې سیمې مقاومت نور هم زیات شي.

په لغمان ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژې عملي کار نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لخوا پرانیستل شوه.
ملا برادر د دې پروژې پیل د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام وباله او وایي، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به د دې سیمې مقاومت نور هم زیات شي.
نوموړي ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د برښنا په سکتور کې د ځانبسیاینې ترلاسه کولو لپاره دې طرحې ته ورته اړینې پروژې تر کارلاندې نیولي دي.
هغه وایی؛ دا پروژې به نه يوازې د برښنا په توليد کې اغېزمنې وي، بلکې د ملي اقتصاد په پياوړتيا، کار پيدا کولو، پانګونې راجلبولو او خلکو ته خدمات وړاندې کولو او ښه کولو کې هم ډېر اهميت ولري.
اقتصادي مرستیال دا هم ویلي، چې له څه وخت راپدېخوا په ټول هېواد کې د ۲۲۸ میګاواټو څخه ډېر ظرفیت لرونکو اووه مهمو برښنایي پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې د لغمان لمریزه برښنا پروژه یې هم یوه برخه ده.
ملا برادر د اسلامي امارت اقتصادي سټراټیژي په بهرنیو سرچینو د تکیه کمولو او له کورنیو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې پر بنسټ ولاړه وګڼله او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان اوسمهال پر وارداتي برښنا ډېره تکیه کوي، چې له کبله یې له هېواده د پام وړ اسعار بهر ته ځي.
هغه همدارنګه امنیت د اقتصادي پروژو د پیل او بریالیتوب لپاره تر ټولو مهم عامل وباله او دا ډاډ یې هم څرګند کړ، چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي.
اقتصادي مرستیال د افغانستان د برښنا په سکټور کې پانګوالو ته د پانګونې بلنه ورکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت اړینې آسانتیاوې برابرې کړي او هر اړخیزه همکاري به هم ورسره وشي.
تازه خبرونه
د افغانستان خلک د شفقت او ښه چلند مستحق دي – شیخ هبةالله
د اسلامي امارت رهبر ویلي، چې د افغانستان خلک له کلونو جګړو او تاوتریخوالي څخه ځوریدلي دي او اوس د شفقت، مهربانۍ او ښه چلند مستحق دي.

د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د ښاروالیو لپاره په یوه ځانګړي سیمینار کې له خلکو سره د ښه چلند او د زور او فشار له کارولو څخه د ډډه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت رهبر ویلي، چې د افغانستان خلک له کلونو جګړو او تاوتریخوالي څخه ځوریدلي دي او اوس د شفقت، مهربانۍ او ښه چلند مستحق دي.
هغه د خلکو پر وړاندې د زور یا جبر کارولو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت رهبر دغه راز ویلي، چې مسوولیت کوم عزت او غوره والی ندی، بلکې یو امانت دی، چې له مخې یې باید خلکو ته خدمت وشي.
شیخ هبةالله آخوندزاده دا هم روښانه کړه، چې مسوولیت امتیاز ندی، بلکې د خلکو د خدمت لپاره یو امانت دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د ښاروالیو مالي سرچینې په حقیقت کې د خلکو شتمني ده، چې د عامه خدماتو د وړاندې کولو لپاره ورکول کیږي او باید د خلکو د رضایت او هوساینې سره سم مصرف شي.
د اسلامي امارت رهبر همدارنګه له ښاروالیو وغوښتل، چې د ښارونو د پاکوالي، د عامه ګټو او عامه شتمنیو د ساتنې او د خپلو دندو په ترسره کولو کې له غفلت او بېپروایۍ څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني له پکتیکا والي سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت اصلي هدف د خلکو خدمت کول دي او د هغو د استازو له لارې د ولایتونو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
-
سوداگري4 days ago
نړیوال بانک د افغان پروژو د تادیاتو په اړه څرګندونې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
بریټانیا، کاناډا او فرانسې د غزې په خاطر اسرائیلو ته د بندیزونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ
-
لوبی2 days ago
ممبي انډینز لوبډلې د هند غوره لیګ بل پړاو ته لار پیدا کړه
-
روغتيا4 days ago
په افغانستان کې ساري ناروغۍ زیاتې شوي – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي پر بس ځانمرګي برید کړی
-
نړۍ2 days ago
واشنګټن ډي سي کې د اسرائیلو سفارت پر کارکوونکو وسلوال برید وشو
-
تازه خبرونه2 days ago
چین د ټرانس-افغان اوسبنېپټلۍ پروژې تمویل ته لېواله دی – اسحاق ډار