نړۍ

پوتین خپل کرونایي قرنطین د غرونو په شنو لمنو کې پر کب نیولو تېر کړ

Published

on

رویټرز په ډاګه کړې؛ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دوه اوونۍ مخکې له یو شمېر خلکو سره له لیدنو وروسته ځان قرنطین کړی و.

هغه د ​​سایبریا په غرنیو شنو لمنو کې پر کب نیولو او ګرزېدو خپل وخت تېر کړی.

کرملین ماڼۍ د روسیې له دفاع وزیر سرګي شویګو سره د پوتین داسې ۲۰ انځورونه خپاره کړي، چې ښیي د قرنطین بشپړ وخت یې په سایبریا کې پر ګرزېدو او کب نیولو پای ته رسولی دی.

د یادونې ده، چې ۶۸ کلن ولادمیر پوتین د خپل هېواد د سپوتنیک نومو واکسینو دوه دوزه هم ترلاسه کړي دي.

Trending

Exit mobile version