تازه خبرونه

پوهنې وزارت له دولس کلنۍ څخه پر پورته نجونو د ترانو ویلو بندیز لګولی

Published

on

د افغانستان ښوونې او روزنې وزارت تېره اوونۍ د ښوونځیو هغه زدکوونکې، چې له ۱۲ کلونو ډېر عمر لري؛ په عامه مراسمو کې له ترانو او سندرو ویلو منع کړي دي.

د چارشنبې پر ورځ پوهنې وزارت ټینګار څرګند کړ، چې له ۱۲ کلنۍ  پورته عمر لرونکې زدکونکې سمدستي په عامو مراسمو کې د ملي سرود یا نورو ډله ییزو سندرو له ویلو منع شوې دي.

دې پرېکړې سمدلاسه د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمیسیون، ټولنیزو رسنیو کارونکیو او نورو بنسټونو سخت غبرګون راوپاراوه.

د حقونو د څار بنسټ ویلي، چې دا بندیز د افغانستان له قوانینو، اساسي قانون او د ماشومانو له حقونو سرغړونه ده.

د شنبې پر ورځ د پوهنې وزارت د غبرګونونو په ځواب کې څرګنده کړه، چې دغه مکتوب د کابل د پوهنې ریاست لخوا خپور شوی او د پوهنې وزارت دریځ نه څرګندوي.

د وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا مسله اوس هم تر څېړنې لاندې ده او وزارت به د دې ریاست له وړاندیز سره مخالفت وکړي.

د پوهنې وزارت دا هم ویلي، چې مشرتابه د ټولو زدکوونکیو له حقونو ملاتړ ته په ځانګړي توګه په فرهنګي، هنري او سپورتي ډګرونو کې  کې د نجونو برخه اخیستو ته ژمن دی.

په دې ناندریز مکتوب کې، چې تېره اوونۍ ټولو ښوونځیو ته لېږل شوی و؛ په ډاګه شوې، چې دا بندیز به په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې پلي شي.

میرمنو په ځانګړي ډول دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې حساسې پرېکړې په ځانګړي توګه د جنسیت په اړه باید د تعلیمي ادارو لخوا ونه نیول شي.

پوهنې وزارت تېره اوونۍ ویلي وه، چې دا پرېکړه د ملي شورا او اړوند کورنیو د وړاندیز له مخې رامنځته شوې ده.

د دغې سپارښتنې له مخې؛ ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د  نجونو د ترانو ویلو ډلې باید داسې تنظیم کړي، چې عمرونه یې له دولس کلونو لږ وي.

د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې آرین په هغه وخت کې دا بندیز تائید کړ او څرګنده یې کړه، چې دا پرېکړه په لیسو او منځنيو ښوونځيو کې د زدکوونکیو په اوږو د درندو درسونو له کبله د کورنیو لخوا شکایتونو وروسته شوې.

د ښوونځیو مدیرانو ته هم خبرداری ورکړل شوی و، چې که دوی مقررات مات کړي؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

Trending

Exit mobile version