تازه خبرونه

ځانمرګي بریدګر د امام ابوحنیفه(رح) د لارې پیروان نه دي-اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امام ابوحنیفه(رح) د منزلت او شخصیت په اړه په علمي او څېړنیزه غونډه کې په ډاګه کړه، چې ځانمرګي بریدګر د امام ابوحنیفه رح د لارې پیروان نه دي او په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهونکي یې له فکر سره بلدیا نلري.

د روان تاوتریخوالي د حل لارې په اړه د امام ابوحنیفه(رح) د لارې په اړه په علمي او څېړنیزه غونډه کې ولسمشر غني وویل، چې امام ابوحنیفه(رح) د ټولنې د ثبات او نیکمرغۍ لپاره مناسب لیدلوری درلود او هغه کسان، چې په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهي، د امام ابوحنیفه(رح)  پیروان نه دي.

ولسمشر مني او وایي؛ افغان ځوانان سخت دریځۍ ته سوق شوي، چې په باور یې له دغه حالت څخه د راوتلو لپاره منظمو هڅو ته اړتیا ده.

ښاغلی غني وایي: زمونږ ځوانان باید زړه نا زړه پاتې نشي او له خپلې زمانې سره جنګ اعلان نکړي او یا د تېر په وړاندې ونه ودریږي. ځوانان باید له سخت دریځۍ وژغورل شي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر فیض احمد عثماني وایي، چې د سخت دریځو لخوا د مسلمانانو تکفیرول د اسلام له نظره ښه کار نه دی. د امام ابوحنیفه(رح) د نظریې له مخې باید وسلوال مخالفین له تاوتریخوالي لاس واخلي.  

په کابل کې د امام ابوحنیفه(رح) د شخصیت او منزلت په اړه دا علمي غونډه په داسې حال کې جوړه شوه، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو دی او زیاتره قربانیان یې ولسي وګړي دي. د دیني عالمانو په اند په اسلام کې سخت دریځي نشته او تاوتریخوالی باید نور ودریږي.

علی اصغري

Trending

Exit mobile version