سوداگري

ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره دې د غنمو د قاچاق مخنیوی وشي ـ اسلامي امارت

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۳, ۱۴۰۱

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلي، له دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنکړ شي، چې غنم صادر او یا په قاچاقي ډول له هېواد څخه ګاونډ هېوادونو ته ولېږدول شي.

له هغې وروسته، چې په ټولنيزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې او انځورونه خپاره شول، چې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې پاکستان ته هېوادني غنم په قاچاقي ډول انتقالېږي؛ نو د افغانستان اسلامی امارت له هېواده بهر ته د غنمو پر لېږدېدو بشپړ بندیز ولګاوه.

د افغانستان د کرنې وزارت مسوولینو ویلي؛ افغانستان پخپله غنمو ته اړ تیا لري نو؛ ځکه یې دا اقدام کړی دی.

د کرنې وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د کال شپږ نیم میلیون ټن غنمو ته اړتیا لری، چې د کورني تولید کچه مو ۴ میلیون مټریک ټن ته رسیږی.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو څرګنده کړې، چې هېواد اوس هم د غلې د انې په برخه کې ځان بسیاینې ته ندی رسیدلی؛ نو، ځکه یې له هېواده د غنمو پر وتلو بندیزونه ولګول.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وایي، د کرنې او مالیې وزارتونو د کورنیو غنمو د قاچاق د مخنیوی لړۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پيل کړه.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم د اسلامی امارت د کرنې او مالېې وزارت مسوولینو له دې اقدام نه هرکلی کوی او زیاتوی چې له هیواد نه باید دغنمو په شمول ټول اومه توکو په وتلو بندیز لګول شي۔

د کرنې او مالدارۍ خونې مر ستیال میرویس حاجي زاده وايي: مونږ د اسلامی امارت له دې کړنې خوښ یوو. اوس مونږ د خپلو غنمو د پروسس وړتیا لرو او میلونه مو هم فعال دي.

د ماليې وزير هم د ټولو ګمرکونو له رییسانو غوښتني، چې پاکستان ته پر رسمي او قاچاقي لارو د غنمو د لېږد مخه ونيسي.

د خصوصي سکټورغړي هم د افغانستان د اسلامی امارت له دې هڅې هرکلی کوي.

د اقتصادی چارو کار پوهان هم د افغانستان اسلامی امارت لخوا له هېواده دغنمو پر وتلو بندیز د ملی اقتصاد او د کورنیو تولیداتو د پراختیا په مدیریت کې اړین بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال له يوې خوا د غنمو حاصلات کم شوي او له بلې خوا د هېواد په بازارونو کې د غنمو بيه ډېره لوړه شوې ده.

Trending

Exit mobile version