روغتيا

ځینې روغتونونه یوازې د تجارت لپاره جوړ شوي – د عدلیې سرپرست وزیر

د عدلیې وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې: عبدالحکیم شرعي د یکشنبې پر ورځ( د وري یودېرشمه) د یو شمېر خصوصي روغتونونو له چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي؛ خصوصي روغتونونو، درملتونونو او ډاکټرانو ډېرې پیسې اخیستنه، تاریخ تېر درمل، بې کیفیته درمل او ناوړه ګټه اخیستنې خلک د روغتیا په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

Published

on

د عدلیې وزارت چارسمبالي(سرپرست) ويلي، چې ځینې خصوصي روغتونونه یوازې د تجارت لپاره جوړ شوي او له ناروغانو څخه د ډېرو پیسو ترلاسه کولو لپاره به له هیڅ ډول اقدام څخه ډډه ونکړي.

د عدلیې وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې: عبدالحکیم شرعي د یکشنبې پر ورځ( د وري یودېرشمه) د یو شمېر خصوصي روغتونونو له چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي؛ خصوصي روغتونونو، درملتونونو او ډاکټرانو ډېرې پیسې اخیستنه، تاریخ تېر درمل، بې کیفیته درمل او ناوړه ګټه اخیستنې خلک د روغتیا په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه سپارښتنه وکړه، چې د خصوصي روغتونونو ډاکټران او چارواکي باید په مادي شیانو تمرکز ونکړي او د خپلو هېوادوالو لاسونه د وروڼو په څیر ونیسي او له دوی سره تر خپلې وسې پورې همکاري وکړي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال بخت الرحمن شرافت هم ویلي، چې له حده زیاتې پیسې اخیستنه او پر خلکو تاریخ تېر درمل پلورل د منلو وړ ندي.

په دې غونډه کې د عدلیې وزارت چارسمبالي ټینګار وکړ: د خصوصي روغتونونو ټولنه، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو دمخه فعاله وه؛ باید لغوه شي او د خصوصي روغتونونو چارواکي باید د خلکو او روغتونونو د ستونزو د حل لپاره یوه اتحادیه جوړه کړي.

Trending

Exit mobile version