تازه خبرونه

ځینې غربي کړۍ د داعش د پراخولو په لټه کې دي – اسلامي امارت

Published

on

د اسلامي امارت ویاند د داعش د پياوړي کېدا په اړه د ادعاوو په غبرګون کې ويلي، چې ځينې لويديځې کړۍ د داعش د پراخولو په لټه کې دي.

په روسیه او افغانستان کې د داعش له وژونکیو بریدونو وروسته دا ډله په دې ورځو کې د لویدیځو رسنیو سر ټکي جوړوي.

ډېرۍ دغه رسنۍ د دغې ډلې د خراسان څانګې فعاليتونه منعکسوي او وايي، چې دا ډله په افغانستان کې ډېره ځواکمنه شوې ده.

ذبیح الله مجاهد د دغو څرګندونو په غبرګون کې څرګنده کړې، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او له افغانستان څخه د کوم هېواد پر ضد د بریدونو توان نلري.

په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان په یوه ټلویزیوني مرکه کې ادعا کړې، چې داعش له افغانستان څخه پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو د بریدونو پلان لري.

 د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان فرانک مکینزي وایي: په ټوله کې داعش زمونږ پر خاوره برید کولو ته ډېره لیوالتیا لري او هغه څه، چې دوی وايي مونږ باید پرې باور ولرو. دوی هڅه کوي، چې دا کار وکړي. زه فکر کوم، چې له افغانستان څخه له وتلو وروسته ګواښ ډېر شوی؛ ځکه، چې پر د داعش فشار کم شوی او دوی کولی شي په ازاده توګه خپل پلانونه عملي کړي. مونږ باید له خپلو نړیوالو شریکانو سره کار وکړو، چې مخه یې ونیسو.

دغه متقاعد امريکايي جنرال له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو ته په نغوته کې ویلي، چې د امريکايي ځواکونو يوه برخه بايد له داعش سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې ساتل شوې وای.

فرانک مکینزي وایي: زه پدې باور یم، چې مونږ له ناټو او متحدینو سره په ګډه په افغانستان کې کولی شول، چې ۲۵۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړو او  د داعش پر وړاندې جګړه روانه وساتو. زمونږ اصلي هدف په افغانستان کې د بریدونو مخنیوی و؛ خو اوس مونږ په بل حالت کې یوو.

کارپوهان په دې باور دي، چې د داعش ګواښ د وخت لهه تېرېدو سره زیاتېږي او د دې ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره باید ټول هېوادونه په ګډه کار او د ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

Trending

Exit mobile version