نړۍ
څلور لویدیځو هېوادونو فلسطین پر رسمیت وپېژاند
دا څلور لویدیځ هېوادونه اوس له ۱۴۰ څخه د زیاتو هېوادونو ملګري شول، چې د فلسطینانو د خپلواک دولت له غوښتنې ملاتړ کوي.
د یکشنبې پر ورځ( د وږي دېرشمه) بریټانیا، کاناډا، آسټرالیا او پرتګال فلسطینی دولت پر رسمیت وپېژاند؛ دا پرېکړه د غزې د جګړې د پای ته رسولو او د دوه اړخیز حل لارې د پیاوړتیا لپاره د ډیپلوماټیکو ناکامیو وروسته رامنځته او د اسرائیلو له سخت غبرګون سره مخ شوه.
دا څلور لویدیځ هېوادونه اوس له ۱۴۰ څخه د زیاتو هېوادونو ملګري شول، چې د فلسطینانو د خپلواک دولت له غوښتنې ملاتړ کوي.
د بریټانیا لومړي وزیر کیر سټارمر ویلي، چې دا پرېکړه د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د سولې او سولهییز ګډ ژوند لپاره د امید د بیا راژوندي کولو لپاره رامنځته شوې ده.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا کړنه د ترهګرۍ هڅونه وبلله او څرګندوي: “د اردن سیند په لویدیځ کې به هیڅ فلسطیني دولت رامنځته نشي.”
د فلسطین ولسمشر محمود عباس ټینګار کړی، چې د فلسطین پر رسمیت پېژندل کولی شي د دوه دولتونو لپاره سولهییز ژوندانه ته زمینه برابره کړي.
د حماس، بشري حقونو ډلو او لویدیځو حکومتونو په ګډون غبرګونونه ښیي، چې دا پرېکړه په منځني ختیځ کې د سیاسي پرمختګونو لپاره یو اړین ګام دی.
