تازه خبرونه
څلور میلیون افغانان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري – د بښنې نړیواله ټولنه
د بخښنې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې بې ځایه شویو خلکو ته بېړنۍ بشري مرستې تر سره کړي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ کورني بېځایه شوي خواړو، اوبو او روغتیایي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د دغې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د هغو څلورمیلیو بې ځایه شویو سره، چې د کرونا ویروس د چټکې خپریدا پر مهال له زیانمنېدو سره مخ ول؛ خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
سرچینې زیاته کړې: مونږ له ویروسه وژغورل شو؛ خو له لوږې به ژوندي پاتې نشو.
د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ کرونا ویروس په افغانستان کې د کورني بې ځایه شويو خلکو پر وضعیت خورا ویجاړونکې اغېزه کړې، چې پاکو اوبو، مناسبو خواړو او روغتیایي مرستو ته لاسرسی نلري.
د بښنې نړیوالې ټولنې په کمپونو کې د کورني بې ځایه شويو خلکو پر حالت هم نیوکه کړې او وایي، چې دوی ان خامو توکي ته هم لاسرسی نلري.
په سویلي آسیا کې د بښنې نړیوال سازمان مشرې سمیرا حمیدي ویلي، چې څلور میلیون د بې ځایه شوي کورنيو غړي د کرونا ویروس د خپریدو په شرایطو کې ژوند کوي.
سمیرا حمیدي زیاته کړې؛ کمپونه تنګ او روغتیايي خدمتونه نلري. ان دلته لومړني روغتیايي خدمتونه هم نشته. پر دې وژونکي جوړښت سربېره کورني بې ځایه شويو خلکو ته لږه مرسته چمتو شوې ده
هغې زیاته کړې؛ جنګونو په هېواد کې د بې ځایه کیدو ډېریدل او د کرونا ویروس د درېیمې څپې خطر رامنځته کړی دی. د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید د بې ځایه شویو کورنیو د ساتنې لپاره ډېرې هڅې وکړي.
د بخښنې نړیوالې ټولنې دا هم ویلي، چې د کابل، ننګرهار او هرات د کمپونو مهاجرو ته بېړنۍ مرستې ورکړشوې؛ خو دې حالت پر یو متر واټن ټینګار ناشونی کړی دی.
د ننگرهار ولایت په یوه کمپ کې میشتې میرمن د بښنې نړیوالې ټولنې ته ویلي، چې په کمپ کې ډېرې کورنۍ د کرونا ویروس نښې لري؛ خو دوی کتنو ته لاسرسی نلري، چې وکتل شي. د خلکو د څرګندونو له مخې لږ تر لږه اووه کسان له کرونا ویروسه مړه شوي؛ خو مونږ بریالي نشوو، چې روغتیا پاملرنې ته لاسرسی ومومو.
داخلي بې ځایه شوي کسانو د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي، چې د قرنطین پرمهال ورسره مرسته نه وه شوې.
یوه بې ځایه شوې دې ټولنې ته ویلي: مونږ دنده نلرو، پیسې نلرو، مونږ چیرته واوسېږو، مونږ له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غواړو، چې مونږ خپلو کلو ته بېرته ستانه شو. هغوی باید له مونږ سره مرسته وکړي، چې خپل ژوند خوندي او له عزته ډک ژوند وکړو.
حميدي څرګنده کړې: کرونا ويروس حکومت ته يوه ننګونه ده. ویروس د بې ځایه شوي پر وضعیت اغېزه کړې؛ خو نړیواله ټولنه باید د اغېز کمولو لپاره سرچینې ځانګړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې جګړه ورځ تر بلې پراخه کیږي او د بې ځایه شویو خلکو شمېر هم ورسره ډېریږي. د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ۳۲۷۰۰۰ ډېر خلک په افغانستان کې بې ځایه شوي وه، چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
