تازه خبرونه
څلور والیان د کرونا په بودجه کې د فساد په تور لویې څارنوالې ته وروپېژندل شول
د افغانستان د پلټنې عمومي ادارې نن دوه برحاله او دوه پخواني والیان د کرونا په بودجه کې د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د حکومت یوه چارواکي ویلي، چې د میدان وردګ والي عبدالیمین مظفرالدین، د بدخشان والي ذکریا سودا، د نورستان پخوانی والي حافظ عبدالقیوم او د هرات پخوانی والي عبدالقیوم رحیمي د کرونا پر ضد د مبارزې له بودجې څخه د شخصي ګټې پورته کولو او فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
دغه راز دې بنسټ پرون د عامې روغتیا پخوانی چارسمبالی فیروزالدین فیروز، د دې وزارت درې پخواني مرستیالان او یو اوسنی مرستیال د ناوړه ګټه اخیستنې او د کرونا ویروس په اړوند بودجه کې د فساد پر نور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د افغانستان د پلټنې عمومي ادارې چارواکو د روانې میاشتې په پیل کې دغو چارواکو ته خبرداری ورکړ، چې دوی به د حکومتي سرچینو د ناسمې کارونې او بې پروایۍ پر تور عدلي او قضایي بنسټونو ته ورو پېژندل شي.
د دغې ادارې لومړۍ موندنې ښیي، چې کرونا ته د ځانګړيو شویو پیسو په لګښت کې هیڅ روڼتیا نشته. په ځانګړي توګه د تجهیزاتو په پېرودلو کې، چې د بازار بیې څخه ډېر ګران پېرودل شوي دي.
د یوه توکي په پېرودلو کې هم توپیر لیدل کیږي. د بېلګې په توګه یو دیجیتل تبښود( ترمامیتر) په بدخشان کې پر ۱۲۰۰۰، په هرات کې ۲۴۰۰۰ او په لوګر کې ۹۱۰۰۰ افغانۍ پېرودل شوی دي.
د افغانستان پلټونکې غزال حارس ویلی: پداسې حال کې، چې پیسې د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره وې؛ خو په ځینو ولایتونو کې خوبکټونه، ګرځند ( مبایلونه) او ان ۷۵ انچه تلویزیونونه اخیستل شوي دي.
د عمومي پلټونکې د موندنو له مخې؛ که څه هم حکومت د ګران بیو طبي ماشینونو پېرودلو تر نامه لاندې پیسې ورکړي، خو پرځای یې زاړه کارول شوي. د بېلګې په توګه هرات ته ګران بیه او نوي پي سي آر ماشینونه پېرودل شوي؛ خو زاړه ورلیږدول شوي وه.
تازه خبرونه
د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۱۶ میرمنې له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت محتسبینو ویلي:« یادې ميرمنې، چې له څه وخت راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنا غیرتونو پر بنسټ ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې؛ د اړوند محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.
په خوست، غزني، سمنګان، کاپیسا، کندوز، غور، بدخشان او روزګان ولایتونو کې۱۶ میرمنې، چې له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې؛ له شرعي حقونو برخمنې کړې.
محتسبینو زیاته کړې؛ دوی د میرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هیچاته به اجازه ور نکړي، چې د میرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.
ویل کیږي، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد پر کچه د میرمنو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې په کې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.
تازه خبرونه
د تورخم له لارې جبري ستنېدا افغان کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ډېری دغه کورنۍ سرپناه نلري، د کار موندلو له پوره ستونزو سره مخ دي، کافي خوړو ته لاسرسی نلري او د ژوندانه له بنسټیزو خدمتونو بېبرخې پاتې دي.
د ناروې د کډوالو شورا ويلي؛ هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ افغان کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته جبري ایستل کیږي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ډېری دغه کورنۍ سرپناه نلري، د کار موندلو له پوره ستونزو سره مخ دي، کافي خوړو ته لاسرسی نلري او د ژوندانه له بنسټیزو خدمتونو بېبرخې پاتې دي.
یاد بنسټ خبرداری ورکوي، چې د راستنېدونکو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا شته.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون تازه خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو بېرته ستنېدا د افغانستان پر نازک بشري وضعیت بېساری فشار راوړی دی.
د دې فډراسیون د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د نومبر تر پای پورې له ایران او پاکستان څخه له ۵.۲ میلیون ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د جبري لېږد دا څپه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د نفوسو له سترو لېږدونو څخه ګڼل کېږي، چې له ۳.۶ میلیون ډېر کسان یوازې له ایران څخه راستانه شوي، چې لږ تر لږه یې ۱.۲ میلیون جبري ایستل شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي په ایکس له دې سفره خبر ورکړی دی.
د افغانستان د پوځ ستر درستیز فصیحالدین فطرت د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي اتهویشتمه) قطر ته پر سفر ولاړ، چې په د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون او کنفرانس (DIMDEX 2026) کې ګډون وکړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي په ایکس له دې سفره خبر ورکړی دی.
د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون او کنفرانس (DIMDEX) به د جنورۍ له نولسمې څخه تر دوهویشتمې پورې ترسره شي.
ویل کیږي، چې سږنی DIMDEX بهو چې له ۲۰۰۸ کال له پیل راپدېخوا تر سره کیږي تر ټولو ستره ننداره وي.
-
تازه خبرونه5 days agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا5 days agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoجاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزې وځنډولې
-
تازه خبرونه4 days agoنږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د روسیې او امریکا اړیکې
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د سیاسي مرستیالې سفر
