تازه خبرونه

چاپېریال د نړۍ د ګټې اخیستنې له کبله د تباهۍ له خطر سره مخ دی – حنفي

Published

on

د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ریاست الوزراء اداري مرستیال ويلي، د افغانستان چاپېریال په تېرو څلور لسیزو کې د بېلابېلو وسلو پر کارولو زیانمن شوی دی او هغه هېوادونه، چې تر ټولو ډېر زرغون ګاز تولیدوي باید له زیانمنو هېوادونو سره همکاري وکړي.
د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي؛ د اقلیم بدلون د افغانستان نیمایي ځنګلونه له منځه وړي او اوبه مدیریت شوې ندي؛ خو اسلامي امارت د ځمکې د سمسورتیا او چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره منظم پلانونه لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا ويلي، افغانستان د بل هر هېواد پر پرتله د اقليمي بدلون له کبله ډېر زيانمن شوی دى.
هغه وایي: نن مونږ د چاپېریال نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځو، چې زمونږ د سیارې او افغانستان لپاره ډېره مهمه نېټه ده. د افغانستان په شمال ختیځ کې وروستیو سېلابونو ته وګورئ، چې هر څه یې له منځه یوړل، سړکونه، کورونه، پلونه او څه باندې شل زره کسانو کورونه له لاسه ورکړل. مونږ له دې بحران سره د مقابلې لپاره لاسونه سره یو کړل.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ويلي، په هېواد کې وروستیو سېلابونو ۲۹۳ کسان مړه کړي ۲۶۶ نور ټپیان شوي، څه باندې څلور زره کورونه څه نا څه او یا بشپړ ویجاړ شوي او سلګونه زره جریبه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

Trending

Exit mobile version