تازه خبرونه
چشتي خواجه ظریف بابا په هند کې ووژل شو
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې تېر ماښام (د چنګاښ څوارلسمه) د افغانستان مسلمان مذهبي مشر او تبعه چشتي خواجه ظریف بابا د مهاراشترا ایالت په یولا ښار کې د ناڅرګندو کسانو لخوا پر ډزو وژل شوی دی.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د دې وژنې انګېزه په ډاګه شوې نده.
پولیس ویلي، پېښه ماښام مهال له ممبۍ څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لرې د یولا ښار په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
یوه چارواکي ویلي، چې د یولا په اړوند سیمه کې وژل شوی کس خواجه سید چشتي یادېده او صوفي بابا نومول شوی و.
هندي رسنیو راپور ورکړی؛ صوفي بابا د افغانستان تبعه و؛ بریدګرو د هغه له وژلو وروسته د هغه SUV ډوله موترهم تېښتولی دی.
