تازه خبرونه

چک جمهوریت له افغان ژباړونکیو څخه د مرستې پروګرام تصویب کړ

Published

on

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی، چې د چک جمهوري حکومت پرون جمعه د زمري ۸ له خپلو افغان کارمندانو څخه د ملاتړ او مرستې لپاره یو پروګرام منظور کړی دی.

د چک حکومت دفاع وزیر لوبومیر متنار ویلي؛ په دې برنامه کې د ځای بدلول او له افغان کارکوونکیو سره مالي مرسته ده، چې له چکي سرتېرو سره یې ګډ کار کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د افغان ژباړونکیو او د هغوی د کورنیو له خوندیتوب ډاډ دی.

د راپور له مخې؛ چکانو دغه پروګرام په داسې حال کې تر لاس لاندې نیولی، چې په دې هېواد کې یو شمېر سرتېرو او د بشري حقونو هڅاندو له خپل حکومت څخه افغان ژباړونکیو ته د پناه غوښتنه کړې ده.

د چک ولسمشر میلو زمان تېره پنجشنبه د چک له حکومت غوښتي وه، چې په افغانستان کې د امنیت له ویجاړېدو سره دا پروګرام  ژر تر ژره تصویب کړي.

د چک چارواکو پدې اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چک جمهوریت په جون میاشت کې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري ایستلي دي.

Trending

Exit mobile version