تازه خبرونه

چینايان د افغانستان پر لیټیم د پانګونې په لټه کې دي

Published

on

چینايي سوداګر په دې لټه کې دي، چې د افغانستان د لیټیم کانونه کېندنې ته اوږه ورکړي.

د نوامبر له لومړیو راپدیخوا د ۵ چینايي شرکتونو د سوداګرو یوه ډله د لیټیم کانونو د سپړلو لپاره پر ځانګړیو ویزو د افغانستان  اړوند سیمو ته رسېدلي او په اړه یې څېړنه کوي.

د چین د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ کمېټې مشر یومینګ هوی ويلي، دغه سوداګر د طالبانو د کانونو له وزارت سره په همغږۍ کې افغانستان ته سفر کړی او د لیټیم د کانونو په اړه یې څېړنې پیل کړې دي. یومینګوي زیاته کړې، چې د تحقیقاتو له پیل سره سره دوی د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د یومینګ هوی د څرګندونو له مخې؛ که څه هم چینايي سوداګر د افغانستان د مسو او لیټیم په کانونو کې پانګونې ته لیواله دي؛ خو دوی په افغانستان کې د خپلو کارونو د دوام لپاره د اړینو سیاسي او امنیتي ډاډ په لټه کې دي.

د چین ترټولو لوی لیټیم تولیدوونکي ګانفینګ لیټیم رویټرز ته ویلي، چې د دغه سفر په اړه معلومات نلري او نه ترې خبر دی.

افغانستان د مس، سرب، زرو، تېلو او ګازو، بوکسیټ، ډبرو سکرو، اوسپنې کانونو او بېسارو خاورو له پلوه بډای هېواد دی او د لیټیم پراخې زیرمې هم لري، چې د برښنایي موټر بیټرۍ کې کارول کیږي.

د چین دولتي رسنیو او صنعتي منابعو ویلي، چې چین کولی شي له جګړې وروسته په افغانستان کې د بیارغونې او د منابعو د پروژو په پراختیا کې ډاډمن رول ولوبوي. که څه هم د اړتیا وړ بېخبناوو جوړول به کلونه وخت ونیسي؛ خو امنیتي مسایل به ورته اړین وي.

د اسلامي امارت چارواکو د افغانستان په کانونو کې د چین له پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دغه ډول پانګونې لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

د چین حکومت هم چینایي شرکتونه هڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د چین د اقتصادي او سوداګرۍ د پراختیا کمېټې مشر ګاو سوسو وايي، دا یوازې هغه پېنځه شرکتونه ندي، چې د افغان لیټیم په لټه کې دي، بلکې تر شل نورو چینايي شرکتونو یې لټون پیل کړی دی.

Trending

Exit mobile version