Connect with us

تازه خبرونه

چین او څو نور هېوادونه ښایي له طالبانو سره اړیکې وغزوي ـ جوبایډن

خپور شوی

د

له هغې وروسته، چې طالبانو تېره ورځ نوې سرپرسته کابینه اعلان کړه؛ ورسره سم یو لړ نړیوال غبرګونونه هم راپورته شول.

د طالبانو دغه سرپرسته کابینه د تېر حکومت له پاشل کېدو او د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا درې اوونۍ وروسته اعلان شوه، چې له دې سره د نوي نظام د جوړېدو په لار کې اساسي ګام پورته شو؛ خولکه څنګه، چې تمه وه، ټوله کابینه اعلان نشوه او د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو دا پرېکړه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوه.

امریکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته اوس چمتو نده، چې طالبان پر رسمیت وپېژني؛ خو وایي سپینه ماڼۍ د طالبانو کړنو ته په تمه ده.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې چین او څو نور هېوادونه ښایي له طالبانو سره اړیکه ونیسي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څرګنده کړې؛ د چین تر څنګ به روسیه، ایران او پاکستان هم هڅه وکړي، چې له طالبانو سره همغږۍ ته ورسيږي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د نوې کابینې جوړښت اندېښمن کړي؛ خو قضاوت به پرې د طالبانو د هغو کړنو پر بنسټ وي، چې یوه یې هم په خوندي توګه له افغانستان څخه د بهرنیو وګړیو او د هغوی د همکارانو لپاره د سفر کولو اجازه ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي؛ چین له طالبانو سره رښتیانۍ ستونزې لري؛ نو، ځکه به هغوی هڅه وکړي، چې له طالبانو سره همغږي شي. زه ډاډه یم، چې روسیه او ایران د پوهېدو په حال کې دي، چې اوس څه کار وکړي.

چین بیا د طالبانو لخوا د نوې کابینې له اعلان وروسته ویلي چې د افغانستان له نوي دولت سره به اړیکې وساتي.

چین وايي، چې د طالبانو له حکومت سره کار ته چمتووالی لري.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سفارت به د نوې کابینې له اعلان وروسته خپل کار روان وساتي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ بین وایي: د چین  سفارت په افغانستان کې عادي کار کوي؛ مونږ له نوي حکومت او مشرانو سره یې د اړیکو ټینګولو په حال کې یوو او هیله من یوو، چې د افغانستان دا اداره د ټولو قومونو او لوریو نظرونو ته غوږ کېدي او د خلکو له هیلو او تمو سره همغږی عمل وکړي. مونږ نغوته کوو، چې طالبانو په نوي حکومت کې د ټولو خلکو پر ګډون ټینګار کړی دی.

د چین ګاونډ جاپان هم ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره اړیکې روانې وساتي او د امکان تر بریده د خپلو وګړیو د امنیت خوندي کولو لپاره د افغانستان د حالاتو څارنه کوي.

د جاپان د وزیرانو شورا مشر کاتسونبو کاتو ویلي؛ زه پوهېږم، چې طالبانو د نوي حکومت جوړېدا او د کابینې لنډ مهاله غړي اعلان کړل. جاپان د طالبانو د کړنو د څارنې تر څنګ، له امریکا او نورو اړوند هېوادونو سره هم همکاري روانه ساتي. زمونږ هڅې له طالبانو سره عملي خبري را نغاړي؛ مونږ هڅه کوو، چې د جاپاني وګړیو او سیمه ییزو کارکوونکیو امنیت وساتل شي او دا راز له افغانستان څخه د وتو لپاره لازم ملاتړ رامنځته شي.

د طالبانو لخوا د نوې کابینې له اعلان وروسته اسلام آباد رسمي نظر ندی ورکړی؛ خو په چین کې د پاکستان سفیر معین الحق له طالبانو خپله تمه داسې څرګندوي: د پاکستان دریځ ډېر روښانه دی او اوس مونږ د طالبانو له نوي حکومته تمه لرو، چې له ټولو ګډ‌و ګټو لرونکیو سره همکاري وکړي، چې یو بریالی سیاسي بهیر ولري. داسې حکومت، چې ټول افغانان په کې ځان وویني او د افغانستان د ټولو قومونو ګټې په پام کې ونیول شي.

د کابینې په ۳۳ غړیو کې اوولس یې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي او سراج الدین حقاني ترې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی ټاکل شوی دی.

د طالبانو د فرهنګي جرګه ګۍ غړی انعام الله سمنگاني تمه لري، چې نوی حکومت یې په نړۍ کې پر رسمیت وپېژندل شي او له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې خوندي شي.

د طالبانو یوه غړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لخوا ژمنه شوې پیسې باید د تېر په څېر تر ۲۰۲۴ کاله روانې وساتل شي.

تازه خبرونه

امیر خان متقي او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ټیلیفوني خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مراد نورتیلو په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه‌والي بحث کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.

امیر خان متقي قزاقستان د منځنۍ آسیا یو له مهمو هېوادونو څخه وګاڼه او هیله یې څرګنده کړه، چې د موجوده ظرفیتونو پر کارولو به دواړه هېوادونه د سیمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه له قزاقستان سره د افغانستان اړیکې مهمې وګڼلې او یو ځل بیا یې په بېلابېلو سکټورونو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه د تعاملاتو د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه. هغه دا هم اعلان وکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به په رسمي سفر کابل ته راشي.

نورتیلو ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو په پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي

پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

Published

on

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ملي شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر راپدېخوا ۱.۳ میلیون افغان کډوال جبري ایستلي دي.

پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې افغان کډوال په دې موده کې د پاکستان میلمانه ول او باید “په بشپړ وقار او درناوي” سره خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو کډوالو ويلي، چې دوی د جبري ایستلو په لړ کې له نیولو، ځورونو او کړولو سره مخ شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم ویلي، چې له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د پروګرام له مخې له ۱.۳۷ میلیون څخه ډېر افغان کډوال، چې POR کارتونه یې لرل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه راز د پاکستان حکومت تائید کړې، چې د ای سي سي کارت د اعتبار موده به نه‌غځوي.

د مهاجرت نړیوال بنسټ (IOM) ويلي، چې سږ کال د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د می تر دولسمې پورې له پاکستان څخه له ۱۲۸ زره څخه ډېر افغانان ایستل شوي دي.

پاکستان په تېرو دوه میاشتو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوه‌یم پړاو هم پیل کړی دی، چې په کې یې زرګونه افغان کډوال جبري افغانستان ته شړلي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هڅه کوي، چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ۵۸ استوګنځایونو پر جوړولو سره د کډوالو د استوګنې ستونزه حل کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له مرستیال سره په لیدنه کې د راستنېدونکو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرول مهم وګڼل او د وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

محمد یونس راشد دا هم ویلي، چې دوی به ځانګړي پروګرامونه طرحه کړي او د ځوانانو له ټولنې سره د یوځای کولو لپاره به همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل تل له اسلام‌آباد څخه غوښتي، چې کډوالو ته په تدریجي ډول د راستنېدو اجازه ورکړي؛ خو پاکستان د افغانستان غوښتنه نده منلې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په نږدې راتلونکي کې به د مرکزي او جنوبي آسیا د نښلولو په اړه د ترمذ خبرې لومړۍ ناسته ترسره شي

دا ناسته به د ازبکستان د ولسمشرۍ، بهرنیو چارو وزارت، د ازبکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې پر مشرۍ د سټراټیژیکو او بین المللي مطالعاتو د انسټیټیوټ پر نوښت ترسره شي.

Published

on

د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د اړیکو په اړه د “ترمذ خبرې” لومړۍ ناسته به د روان کال د می له نولسمې  تر یوویشتمې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ د ګډې فضا رامنځته کول” تر سرلیک لاندې جوړه شي.

دا ناسته به د ازبکستان د ولسمشرۍ، بهرنیو چارو وزارت، د ازبکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې پر مشرۍ د سټراټیژیکو او بین المللي مطالعاتو د انسټیټیوټ پر نوښت ترسره شي.

ویل کیږي، چې د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو، اروپا، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو، د آسیا- اوقیانوسیه سیمې، امریکا او منځني ختیځ څخه شاوخوا ۲۰۰ استازي به په دې فورم کې برخه واخلي او د ګډونوالو تر منځ به د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو کړیو استازي، مالي ادارې، نړیوال او سیمه‌ییز بنسټونه او همدارنګه د نړۍ پر کچه د معتبرو مطالعاتو او څېړنیزو مرکزونو نومیالي کارپوهان شتون ولري.

د دې خبرو اترو اصلي هدف د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف پر نوښت د بحث او نظرونو تبادلې لپاره د څو اړخیزې ناستې  رامنځته کول دي، چې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ اړیکې پیاوړې شي؛ دا نوښت، چې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا ملاتړ شوی.

په دې غونډه کې به ګډونوال د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د سیمه‌ییزې همکارۍ اوسنی حالت او امکانات بیاکتنه وکړي. د دې بحثونو اصلي تمرکز به د امنیت، ثبات او دوامداره پرمختګ د ډاډمن کولو لپاره د همکارۍ پیاوړتیا وي او همدارنګه په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور او مالي ادارو رول پراخول وي.

د دې غونډې له مهمو متوقع پایلو څخه به یوه د یوې ګډې خبرپاڼې خپرېدل وي، چې له اړخونو څخه د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د باور، خبرو او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره همغږي وغواړي.

تمه کیږي، چې د ترمذ خبرې به د سیمه‌یزو اړیکو د ودې لپاره د یو دایمي پلیټ فارم په توګه کار وکړي او د یوریشیا په ټوله وچه کې د سولې، امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره یو لید وړاندې کړي.

دا غونډه به د سرخان‌دریا ولایت په ترمذ ښار کې موقعیت لرونکي “ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز” کې ترسره شي.

تمه ده، چې د افغانستان یو لوړ پوړی پلاوی هم په دې خبرو اترو کې برخه واخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!