تازه خبرونه
چین به ډېر ژر افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په راتلونکیو دوه ورځو کې به افغانانو ته د چین د ویزو ورکولو بهیر پیل شي.
اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د چین د ویزې غوښتونکي کولی شي خپل غوښتنلیکونه په کابل کې د چین سفارت پتې ته ولېږي.
دغه راز اسلامي امارت د بهرنیو پانګونو لپاره هڅې روانې ساتلې دي.
د انرژۍ او اوبو وزارت ويلي، چې په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لپاره یې د زمینې برابرولو هڅې پیل کړي او د دې لپاره به له بېلابېلو لارو کار واخلي.
د دغو بنسټونو د چارواکو د څرګندونو له مخې، اوس د پخوا پر پرتله د افغانستان پر اوبو د پانګونې پوره زمینه برابره شوې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پانګونې د جلبولو لپاره باید یو میکانیزم رامنځته او د پانګوالو او دولتي بنسټونو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي، چې د پانګونې د جلبولو هڅې ضایع نهشي.
کارپوهان وايي، د انرژۍ او اوبو وزارت د بهرنیو پانګو د جلبولو لپاره باید پروژې په نړیوالو معیارونو برابرې کړي، چې بهرني پانګوال د افغانستان پر اوبو پانګونه وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دوه ورځو کې به افغانانو ته د چین د ویزو د ورکولو بهیر پیل شي او د چین د ویزې غوښتونکي کولی شي خپل غوښتنلیکونه په کابل کې د چین سفارت پتې ته واستوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ۱۹ میاشتو کې یو شمېر پانګوالو پر وار وار د چین د ویزو د ورکړې غوښتنه کړې وه. اوس د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې دغه بهیر پیلېږي.
د یادونې ده، چې اوس مهال پاکستان او ایران ته د ویزو ورکولو بهیر د بل هر هېواد پر پرتله نورمال دی.