سوداگري
چین ته د هوایي دهلیز له لارې د جلغوزیو لومړنۍ ۴۵ ټنه ټولګه ولېږدول شوه
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د اګست په میاشت کې له واک خپلولو وروسته د لومړي ځل لپاره ۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهلیز له لارې چین ته صادر شول.
په دوحه کې د اسلامي امارت او چین د چارواکو تر منځ له دوه ورځنیو خبرو وروسته د کابل – بیجېنګ هوایي دهلیز بیا فعال شو او په لومړنۍ الوتنه کې پېنځه څلویښت ټنه جلغوزي له هېواده چین ته صادر شول.
د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوندزاده دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفي د چین – افغانستان هوایي دهلیز د پرانیستې پر مهال ویلي، چې د دوه اړخیزو اړیکو په پایله کې د افغانستان او چین اقتصادي اړیکې نوي څپرکي ته ننوتې.
نوموړی وایي: د یوه ملي بهیر پر مټ ګاونډ هېواد چین ته د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت د افغانستان جلغوزي صادریږي او دا د هېواد ټول ملت ته ښه زیری دی.
د سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي د څرګندونو له مخې؛ چین ته په دې صادراتي ټولګه کې پېنځه څلویښت ټنه جلغوزي لېږل شوي او ټاکل شوې، چې په راتلوونکې کې زرګونه ټنه نور جلغوزي هم دې هېواد ته صادر شي.
د سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ویلي: له یوې خوا د جلغوزیو بیه لوړه شوه او له بلې خوا د تېر پر پرتله، چې لس زره ټنه به مو صادرول؛ سږکال زمونږ تولیدات پېنځه څلوېښت زره ټنو ته ډېر شوي او له همدې کبله له یو میلیارډ ډېر ډالر مو بانکونو ته راځي.
د کابل په منډوي کې د جلغوزو ځینې عمده پلورونکيو ویلي، چې تمه ده د دې هوایي دهلیز له پرانیستو سره به د جلغوزیو سوداګري لا وغوړیږي.
د جلغوزیو پلورونکی عبدالوکیل وایي: بدلون راغلی؛ تېر کال یو من جلغوزي پر ۴۰ زره افغانۍ ول، خو اوس ۷۵۰۰ ته یې بیه راټیټه شوې ده. د دغه بدلون علت د پولو تړل کېدل دي، چې بهرنیو هېوادونو ته نه صادرېدل.
د جلغوزو پلورونکی طلا محمد څرګنده کړې: جلغوزیو ښه نړیوال بازار لره؛ خو له تېر یوه کاله بهر ته صادر نشول او زمونږ په بازارونو کې هم بدلونونه راغلل.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتو چین هڅه کوي، چې له افغانستان سره اقتصادي او سیاسي اړیکې ښې کړي او د همدې لپاره د دې هېواد او امارت د چارواکو تر منځ څو بېلا بېلو ناستې شوي دي.
ـــــــــــ
کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!
د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته سر ښکاره کړئ.
آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.
مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ:
