تازه خبرونه
چین خپله تیانوین-۱ نومې سپوږمکۍ په بریالیتوب مریخ ته وتوغوله

چین د پنجشنبې پر سهار د مریخ پر لوري خپل تیانوین – ۱ نومی ماموریت بریالی پیل کړ.
مریخ ته په دې ماموریت کې تلونکې، راتونکې او ګرځیدونکې درې واړه مله د چین د هاینان ټاپو د ونچانګ د سپوږمکیو له مرکزه د “Long March 5” توغندي پر مټ وتوغول شول.
دا د چین لومړنی بشپړ هېوادنی او خپلواک ماموریت دی، چې وروسته له څو کلونو تر سره کیږي.
دغه هېواد په ۲۰۱۱ کال کې مریخ ته د “ینګهو – ۱ نومې سپوږمکۍ د توغولو هڅه وکړه؛ خو پایله یې بریالۍ نه وه او د ځمکې په هوا کې ونښته.
تمه ده، چې تیانوین-۱ د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په فبرورۍ کې د لمریز نظام مریخ ستوري ته ورسیږي.
که د تیانوین -۱ (له جنت څخه پوښتنې) لومړنی سفر مریخ ته بریالی شي؛ نو دا به تلونکې، راتلونکې او ګرځیدونکې سپوږمکۍ بشپړ ماموریت وي.
تیانوین ـ ۱ به د پلان له مخې کله، چې تلونکې دوه یا درې میاشتې وروسته د مریخ پر سطحه کیناسته؛ نو سپوږمکۍ به خپل ۹۰ ورځنی ماموریت پیل کړي.
دغه سپوږمکۍ په داسې حال کې د مریخ پر لوري روانه شوې، چې څو ورځې مخکې متحده عربي اماراتو هم مریخ ته امید نومې سپومکۍ د څېړنو لپاره لیږلې ده.
تازه خبرونه
پاکستان او روسیه به د اسلامي امارت د کړنو ارزونه وکړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري پر دوه ورځني رسمي سفر د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.
د پاکستان د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې؛ زرداري به د دوشنبې پر ورځ په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وویني او خبرې به یې د افغانستان پر حالاتو راوڅرخیږي.
پاکستانيو رسنیو د رسمي سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ پاکستان او روسیه به نه یوازې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره پر نړیوالو ژمنو او له خپلې خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیت پر مخنیوي خبرې وکړي، بلکې د اسلامي امارت پر پرمختګونو به هم بیاکتنه وکړي.
د تریبیون د راپور له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري به په مسکو کې د دوشنبې پر ورځ له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري او د دوی د اجنډا یوه اړینه موضوع به افغانستان وي.
زرداري د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه مسکو ته لومړنی سفر کوي. نوموړی اندېښمن دی، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تویت کړی، چې دواړه وزیران به له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان، سوریې او اوکراین د وضعیت په ګډون پر یو شمېر سیمه ییزو موضوعاتو خبرې وکړي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت دې ښځو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړي – د اسلامي همکاریو ټولنه

د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د یکشنبې پر ورځ د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې د نجونو لپاره دې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو هلې ځلې وکړي، چې د زدهکړو له ټولو کچو برخمنې شي.
د اسلامي همکاریو ټولنې عمومي سکرتریت د شنبې پر ورځ د اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزارت ته د هغې پرېکړې په اړه خپله ناهیلي څرګنده کړه، چې د ټول هېواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې سږکال د ښځینه زدهکړیالانو یا محصلینو د داخلیدو مخه نیسي.
د اسلامي همکاریو ټولنې تویت کړی؛ دا وروستی فرمان د کابل د رسمي چارواکو لخوا ښوونې، روزنې او عامه کارونو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي په اړه اعلان شوي پراخ محدودیتونه نور هم سختوي.
یادې ټولنې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره هڅې وکړي او دوی ته د زدهکړو زمینه برابره او په ټولو هغو کچو اوتخصصونو کې، چې ورته اړتیا ده زدهکړې او کار وکړي.
یادې ټولنې له اسلامي امارته وغوښتل، چې پر وروستۍ پرېکړه او پخوانیو فرمانونو له سره غور وکړي.
تازه خبرونه
د امریکا ځانګړی استازی له بهرنیو همکارانو او افغان کډوالو سره د خبرو نیت لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست په روانه اوونۍ کې پاکستان، جرمني او سویس ته له ملګرو، افغانانو او د بشري مرستو له موسسو سره د خبرو لپاره سفر کوي.
یاد وزارت یکشنبه ناوخته (د سلواغې ۹ ) څرګنده کړه، چې توماس ویست به دغو هېوادونو ته په خپل څلور ورځني سفر کې له امریکايي همکارانو، افغانانو او مرستندویه بنسټونو سره پر سلا مشورو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پاکستان، جرمني او سویس ته د توماس ویست د څلورورځني سفر موخه دا ده، چې له شریکانو او افغان کډوالو سره د هغو د ګڼو ننګونو په اړه سلا مشورې وکړي، چې دمګړۍ د افغانستان خلک، ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
توماس ویست تویت کړی: زه به د جنورۍ له ۲۹ څخه د فبرورۍ تر ۴ پورې پاکستان، جرمني او سویس ته سفر وکړم، چې له شریکانو، افغانانو او بشردوستانه مرستندویه موسسو سره د هغو غیر معمولي ننګونو په اړه مشوره وکړم، چې مونږ د افغانانو د ملاتړ په برخه کې ورسره مخ یوو.
بهرنیو حکومتونو او نړیوالو مرستندویه موسسو په وار وار د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې دا پرېکړه بېرته واخلي او افغان میرمنو او نجونو ته د زدهکړو، کار، سپورت او عامه ژوند کولو اجازه ورکړي؛ خو تر اوسه کوم تعامل ته رسېدلي ندي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې خوارځواکي لوړې کچې ته رسېدلې – د خواړو نړیوال پروګرام
-
تازه خبرونه5 days ago
معاون سرمنشی سازمان ملل: خواست امارت اسلامی از جامعه جهانی به رسمیت شناختن حکومت شان است
-
تازه خبرونه5 days ago
پاکستان او روسیې له افغانستان سره پر عملي تعامل ټینګار څرګند کړ
-
سوداگري4 days ago
په افغانستان کې د عوایدو راټولول ښه شوي ـ نړیوال بانک
-
تازه خبرونه2 days ago
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي
-
نړۍ2 days ago
ایران پخپلې پوځي اډې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ
-
نړۍ14 hours ago
د پاکستان په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ لمونځ کوونکي وژلي
-
لوبی2 days ago
افغان لوبډله درې نړیوالو شل آووریزو سیالیو لپاره عربي متحده اماراتو ته سفر کوي