نړۍ

چین دې روسیې ته له مرستو برابرولو ډډه وکړي – امریکا

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۴۰۰)

امریکا چین ته خبرداری ورکړی، چې روسیې ته دې له سیاسي اقتصادي او پوځي مرستو برابرولو ډډه وکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په داسې حال کې، چې په اوکراین کې جګړې زور اخیستی او پر روسیې د لویدیځ بندیزونه زیاتیږي، امریکا چین ته خبرداری ورکوي، چې له روسیې سره دې له سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستو ډډه وکړي.

د امریکايي چارواکو ړ څذګندونو له مخې؛ روسیې له چین څخه د پوځي او اقتصادي مرستو غوښتنه کړې. داسې ښکاري، چې چین مرستې ته چمتو دی.

مسکو دا ردوي او وايي، چې د خپلو ټولو موخو د ترلاسه کولو لپاره پوره سرچینې لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د مرستو راپورونه ناسم وبلل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس له هغې وروسته، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان په روم کې د چین له لوړپوړي ډیپلوماټ یانګ جیچي سره وکتل؛ خبریالانو ته وویل مونږ بیجینګ ته دا روښانه کړې، چې مونږ به پر شا نشو. مونږ به هیڅ هېواد ته اجازه ورنکړو، چې روسیې د روسیې لاسنیوی وکړي.

امریکايي چارواکو د یکشنبې پر ورځ رویټرز خبري آژانس ته ویلي؛ روسیې پر اوکراین له برید وروسته له چین څخه د پوځي تجهیزاتو غوښتنه کړې او دې کار د جوبایډن اداره اندېښنې کړې، چې بیجینګ ښايي د مسکو د پوځ له پیاوړي کولو سره په اوکراین کې د لویدیځ ملاتړ کمزوری کړي.

روسیې د چین د پوځي مرستې غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، چې په اوکراین کې د خپلو ټولو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کافي پوځي نفوذ لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې روسیې ته د هوایي او ځمکنیو زیانونو اړولو په اړه رسنیزې څرګندونې کړې دي.

Trending

Exit mobile version