تازه خبرونه
چین د افغانستان او پاکستان د ډیپلوماټیکو اړیکو له لوړولو هرکلی وکړ
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان دا څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او وایي؛ چین چمتو دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او پراختیا په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې بیجینګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو، چې د شارژدافیر له کچې څخه سفیر ته له لوړولو هرکلی وکړ.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان دا څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او وایي؛ چین چمتو دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او پراختیا په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
لین جیان دا اقدام د پاکستان او افغانستان ترمنځ د متقابل باور د زیاتولو او همکارۍ د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټور دی.
هغه زیاتوي، چې دا اقدام د دواړو هېوادونو لپاره یو مثبت او مهم ګام هم دی.
هغه وایي؛ چین لیواله دی، چې د سیمې د هېوادونو په ګډون په سیمه کې د پاکستان او افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره همکاري وکړي او له ګاونډ هېوادونو سره د ګډ راتلونکي د یوې ټولنې د جوړولو لپاره ژمن دی.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مخکې په بېلابېلو خبرپاڼو کې اعلان وکړی، چې دوی خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې د سفیر معرفي کولو کچې ته لوړوي.
تېره میاشت په بیجینګ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي، د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ترمنځ غیر رسمي غونډه وشوه.
