تازه خبرونه

چین د افغانستان د خلکو ګاونډ او اړین همکار دی – محمد یعقوب مجاهد

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سرحدونو، پانګونې او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۴, ۱۴۰۳

د ملي دفاع وزارت چارسمبالی محمد یعقوب مجاهد د چین له ځانګړي استازي یوشسیایونګ او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې ویلي، چې چین د افغانستان د خلکو لپاره یو ملګري ګاونډ او مهم همکار دی.

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سرحدونو، پانګونې او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

محمد یعقوب مجاهد دغه راز له چین سره په ګډو برخو کې د ملي دفاع وزارت پر ژمنو ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version