نړۍ
چین سیمهییزو اوبو ته د ګواښوونکیو بېړیو د ځای پر ځای کولو هڅه کوي – تایوان
د تایوان دفاع وزارت وياند سان لي په تایپه کې د وینا پر مهال ویلي، د جاپان له جنوبي ټاپوګانو څخه د جنوبي چين تر سمندره پورې دا د تېرو پر پرتله د تايوان په شاوخوا کې د جنګي لوبو تر ټولو لويه لوبه ده.
د تایوان دفاع وزارت د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ چین په سیمهییزو اوبو کې خپله ترټولو لویه سمندري بیړۍ ځای پرځای کوي، چې د پخوانیو جنګي لوبو په پرتله دا هڅه تایوان ته ستر ګواښ دی.
د تایوان دفاع وزارت وياند سان لي په تایپه کې د وینا پر مهال ویلي، د جاپان له جنوبي ټاپوګانو څخه د جنوبي چين تر سمندره پورې دا د تېرو پر پرتله د تايوان په شاوخوا کې د جنګي لوبو تر ټولو لويه لوبه ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې د چین پوځ تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي او نه یې د پوځي روزنې کومه هڅه تائید کړې، چې دوی کومې پوځي روزنیزې هڅې کوي.
چین ډیموکراتیک تایوان د خپلې خاورې برخه بولي او شونې ده، چې دا هڅه یې آرام سمندر ته د ولسمشر لای چینګ د سفر په غبرګون کې کړې وي.
د تایوان پوځ د دوشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې چین سمندري او ساحلي ځواکونه نندارې ته وړاندې کړل؛ د ګواښ غږ پورته کړ.
