تازه خبرونه
چین غواړي د افغانستان په کرنیز سکټور کې پانګونه وکړي- کرنې وزارت
د کرنې وزارت د سېشنبې پر ورځ د دې غونډې اعلان وکړ او څرګندوي، چې د چین پلاوي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې لپاره د بیجینګ د خصوصي سکټور پر لېوالتیا ټینګار وکړ او د ځمکو د اجارې په ګډون د آسانتیاوو له برابرولو وروسته یې د پروژو د عملي پیل لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالی(سرپرست) عطاءالله عمري په کابل کې د چین د خصوصي سکټور له پلاوي او استازو سره وکتل، چې ورسره یې د همکارۍ پراخولو، کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، پانګونې او له افغانستان سره د چین د تجربو شریکولو په اړه خبرې اترې وکړي.
د کرنې وزارت د سېشنبې پر ورځ د دې غونډې اعلان وکړ او څرګندوي، چې د چین پلاوي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې لپاره د بیجینګ د خصوصي سکټور پر لېوالتیا ټینګار وکړ او د ځمکو د اجارې په ګډون د آسانتیاوو له برابرولو وروسته یې د پروژو د عملي پیل لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ.
د چین پلاوي د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدین عزیزي سره هم خبرې اترې وکړې. د دې غونډې پر مهال عزیزي ویلي، چې دوی بهرنیو پانګوالو ته ټولې آسانتیاوې برابروي.
د یادونې ده، چې په تېرو درې کلونو کې ډېری چینایي شرکتونو د هېواد په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې؛ خو دا لومړی ځل دی، چې چینایي پانګوال غواړي په افغانستان کې د کرنې په سکټور کې پانګونه وکړي.