تازه خبرونه

چین له افغان زلزله ځپلیو سره د څه باندې ۷ میلیون ډالرو مرسته کوي

Published

on

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له زلزلې او ویجاړیو پېنځه ورځې تېرې شوې؛ خو د دغو ولایتونو زیانمن شوي خلک د مرستو په وېش کې د روڼتیا له نشتوالي انډېښمن شوي دي.

د پکتیکا او خوست د اړوند سیمو زلزله ځپليو زرګونه خلکو خپل کورونه او مالونه له لاسه ورکړي او تر شنه آسمان لاندې او یا په وېشل شویو خیمو کې ژوند کوي.

چارلي ډاګاتا امریکایي خبریال او شنونکي څرګنده کړې؛ د امريکا د ډېرو مرستندويه ادارو په ګډون ډېرې نړيوالې مرستندويه ټولنې د طالبانو( اسلامي امارت) له حاکمیت او حکومت وروسته له افغانستان څخه ووتل. سربېره پر دې د طالبانو پر وړاندې بنديزونه هم شته، نو افغانستان ته رادننه کېدونکې پیسې له نږدې څارل کېږي، چې حکومت ته ونه رسیږي؛ خو په افغانستان کې د دې لپاره، چې په راتلونکي کې دا ډول غمیزه تکرار نشي، پر بېخبناوو پانګونه ورته ډېره اړینه ده.

که څه هم د سیمې ګڼو هېوادونو زلزله ځپلیو ته لسګونه ټنه خوراکي توکي، درمل او د سرپناه لومړني وسایل ورکړي؛ خو زیانمن شوي خلک وايي، چې تر دې دمه دوی ته رسېدلي مرستې بسنه نکوي او حکومت اړ دی، چې آسانتیاوې برابرې او دوی ته نوره مرسته چمتو کړي.

چین په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزله ځپلیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د څه باندې اووه میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

همدارنګه هره ورځ د سیمې او نړۍ له هېوادونو مرستې د کابل او خوست هوايي ډګرونو ته رارسیږي او پر زیانمنو شویو کسانو وېشل کېږي.

د تېرې چارشنبې له زلزلې څخه پاتې زیان او ویجاړۍ خورا پراخې دي؛ د نړيوالو موسسو لخوا د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د خوست او پکتيکا په پېنځه ولسواليو کې شاوخوا درې زره کورونه ويجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره نن د قطر خوراکي توکي، درمل او د جامو توکي نن افغانستان ته راورسېدل.

خو د وروستۍ زلزلې ځپلي خلک له دې مرستو راضي نه دي او له نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version