تازه خبرونه

چین واخان سړک ته په نغوته کې افغانستان ته د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارسمبالي محمد یونس اخوندزاده په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.

په دې کتنه کې د چین سفیر د چین تر پولې پورې د واخان سړک جوړولو ته په نغوته ( اشاره ) کې څرګنده کړه؛ هېواد یې له افغانستان سره د پراختیایي او بنسټیزو پروژو د تطبیق او پراختیا لپاره خپلې همکارۍ روانې ساتي.

دغه راز محمد یونس اخوندزاده له اسلامي امارت سره د چین د سیاسي او اقتصادي همکاریو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې د واخان – چین سرحدي سړک لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

ویل کیږي، چې د دغه سړک بنسټیزه جوړېدا نه یوازې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره اړینه ده، بلکې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته به هم ګټه ورسوي.

Trending

Exit mobile version