Connect with us

تازه خبرونه

چین په افغانستان کې د سولې او بیارغونې لپاره ګډ کار کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د چین د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او بیارغونې لپاره ګډ کار کوي.

د هرې ورځې له تېرېدو سره چين د نړۍ د پوځي او اقتصادي ځواک په توګه خپل رول په ډاګه کوي او له تېرو څو کلونو راپدیخوا یې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د کړکیچ په حل کې د منځګړي رول لوبولی دی. اوس غواړي، چې بل ګام هم پورته کړي او د منځنۍ آسیا د هېوادونو په پرمختګ کې لوی رول ولوبوي؛ ځکه، نو د افغانستان ثبات د چین لپاره حیاتي ارزښت لري.

د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې د یوه باثباته افغانستان لپاره کار کوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبینوایي: په سيمه کې د سولې ټينګښت مهم دی. چين چمتو دی، چې د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره د قانون د عملي کولو، امنيت او دفاع د وړتیاوو لوړولو په برخو کې مرسته وکړي. چين له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره همکاري روانه ساتي. له ګاونډ هېوادونو سره په ګډه هڅه کوي، چې په افغانستان کې سوله، ثبات او بیارغونه رامنځته شي.

د سیمې په هېوادونو کې چین له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري او هم د هرې ورځې له تېریدو سره د کابل او بیجینګ ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخیږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ اسلامي امارت له هر هغه اقدام هرکلی کوي، چې د افغانستان د اقتصادي ځان‌بسیاینې په برخه کې مرسته وکړي.

يو شمېر کارپوهانو ويلي، چې چين غواړي د نړيوالو مسايلو په حلولو کې زيات رول ولوبوي؛ ځکه که د چين په شاوخوا هېوادونو کې ثبات نه وي، دغه هېواد د نړۍ د سياسي معادلو يو پياوړی هېواد نه‌شي پاتې کېدای.

چینايي چارواکو پر وار وار ویلي، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري او هیڅکله به د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي؛ خو تر اوسه یې اسلامي امارت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!