تازه خبرونه
چین په افغانستان کې د ۵۰۰ میګاواته برښنا تولیدولو ته چمتوالی څرګند کړ
د چین د سوداګرۍ خونې استازي په کابل کې د افغانستان برښنا شرکت له اجرائیوي رییس محمد حنیف حمزه سره وکتل.
برښنا شرکت نن (پنجشنبه) په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې، چې چین غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د ۵۰۰ میګاواته برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د چين د سوداګرۍ خونې استازي زياته کړه: دوى د نړۍ په يوولس هېوادونو کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا د توليد تجربه لري او چمتو دي، چې د افغانستان په هر ولايت کې، چې وغوښتل شي؛ خپل توليدي او تخنيکي وسايل به ولګوي.
په دې کتنه کې محمد حنیف حمزه ویلي، چې د افغانستان برښنا شرکت او چین ګډ تخنیکي پلاوي به د ګډو غونډو له لارې پر ټولو مسایلو بحث او نظریات تبادله کړي او بیا به یې پایلې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې کړي.
د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس د چین هېواد استازي ته ډاډ ورکړ، چې له ډبرو سکارو څخه د برښنا تولید لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې همکارۍ ته چمتو دی.
